لویدیځوالو یو ځل بیا خپل غلیمانه ماهیت وښوده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90909-لویدیځوالو_یو_ځل_بیا_خپل_غلیمانه_ماهیت_وښوده
قالیباف نن دپارلیمان په څرګنده غونډه کې د دې خبرې په کولو سره چی اروپایان له ایران سره په کینه کې له امریکایانو کم ندي ، زیاته کړه د ایران پرضد د اژانس د واکمنی شورا د سیاسی پریکړه لیک صادریدا یوه صیهونیسټی پلانونه وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2020 07:41 Asia/Kabul
  • لویدیځوالو یو ځل بیا خپل غلیمانه ماهیت وښوده

قالیباف نن دپارلیمان په څرګنده غونډه کې د دې خبرې په کولو سره چی اروپایان له ایران سره په کینه کې له امریکایانو کم ندي ، زیاته کړه د ایران پرضد د اژانس د واکمنی شورا د سیاسی پریکړه لیک صادریدا یوه صیهونیسټی پلانونه وه .

دایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا ایرانی ضد پریکړه لیک تصویبیداپه غبرګون کی وویل لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا او ځینو اروپایی هیوادونو  یو ځل بیا د ایران ملت خپل غلیمانه او بی باوری ماهیت وښوده .

قالیباف نن دپارلیمان په څرګنده غونډه کې  د دې خبرې په کولو سره چی اروپایان له ایران سره په کینه کې له امریکایانو کم ندي ، زیاته کړه د ایران پرضد د اژانس د واکمنی شورا د سیاسی پریکړه لیک صادریدا یوه صیهونیسټی پلانونه وه .

قالیباف دې ته په اشارې سره چی ایران به نوموړی پریکړه لیک ته مناسب غبرګون وښی جوته کړه د ایټمی اژانس او ایران په اړیکو کی د ننی کړکیچ رامینخټه کیدنې مسول د دغه پریکړه لیک بنسټ ګران دي او دغه هیوادونه باید د خپل اقدام پایلې ومنی .

 د ایران د اسلامی شورا مشر له ایټمی اژانس سره د ایران د ملګرتیاو کلونو ته اشاره وکړه او ویې ویل د تیرو ۱۷ کلونو تاریخ ښی چی ایران تل د نړیوالو مقرراتو او خپلو ملی ګټو په چوکاټ کې  له اژانس سره ډیره ښه ملګرتیا درلودلی ده ، خو زیاتره یې له کلنګ غوښتنې او دښمنی پرته بل څه ندی په برخه شوی .

قالیباف د دې خبرې په کولو سره چی له امریکا سره خبرې اترې په پریکنده منع دي وویل له لویدیځو هیوادونو سره به هم په ډیرې بې باورۍ سره خبرې وشی .