دښمنانو د ايران او افغانستان ښۀ تعلقات په نښه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90925-دښمنانو_د_ايران_او_افغانستان_ښۀ_تعلقات_په_نښه_کړي_دي
د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر په سيمه کښې د امريکې د جنګ غوښتونکو سياستونو په بيانولو سره وويل: د مسلمانو ملتونو دښمنان په نويو پلانونو سره د ايران او افغانستان ښۀ تعلقات نښه ګرځولي دي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د يووالی د دوام خنډ شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 22, 2020 04:46 Asia/Kabul
  • دښمنانو د ايران او افغانستان ښۀ تعلقات په نښه کړي دي

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر په سيمه کښې د امريکې د جنګ غوښتونکو سياستونو په بيانولو سره وويل: د مسلمانو ملتونو دښمنان په نويو پلانونو سره د ايران او افغانستان ښۀ تعلقات نښه ګرځولي دي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د يووالی د دوام خنډ شي.

علي شمخاني پرون په تهران کښې د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست محمد حنيف اتمر سره په کتنه کښې د ايران لخوا له درې  ميلينو زياتو افغان مهاجرينو قبلولوو او هغوي ته په خدماتي، خېرښيګړې، روغتيائي او د زدکړو به برخو کښې د مختلفو اسانتياو په وړاندې کولو سره له افغان ملت څخه د ايران د حکومت او ملت د ملاتړ په دوام تاکيد وکړ.

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر همدارنګ د هغو افغانانو چې په غېر قانوني توګه ايران ته داخل شوي وو په مړينې باندې د خواښينۍ په څرګندولو سره وويل: په داسې حال کښې چې د ايران پوليسو د دغې پېښې په رامنځته کېدو کښې هيڅ ډول رول نه دے لرلے،د د ځينو افغان چارواکو او رسنيو لخوا د يوې درنې او غېر مستند خبري فضاء رامنځته کېدل د حېرانۍ او خواښينۍ سبب شوي دي.

شمخاني زياته کړه، د ايران په خلاف د مطرح شويو ادعا ګانو په ردولو کښې نه انکارېدونکي مستندات شتون لري چې د افغان لوري لخوا د ارادې په صورت کښې له غېر رغانده فضاء څخه فراغت موندل کېدې شي.

د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنيف اتمر هم په دغه کتنه کښې د کلونو په اوږدو کښې له افغان حکومت او ملت څخه د ايران له موثرو او هر اړخيزو ملاتړونو څخه په قدرونې سره تاکيد وکړ هيڅ يو دريم لوري ته به د دواړو هېوادونود خرابولو اجازره ورنه کړي.

حنيف اتمر د ايران او افغانستان د دښمنانو لخوا په ځينو ناقابل قبول اقداماتو چې له دغې پېښې څخه په ناوړې استفادې سره  د افسوس په څرګندولو سره وويل، د کابل حکومت د خبرو اترو لخوا د دواړو هېوادونو ترمېنځ د موضوعاتو په هواري د کابل حکومت تاکيد کوي.