دایران د چنګاښ د ۱۵ نیټې ځینې مطبوعات
عراقیان مرجعیت ته د سعودیانو په سپکاوی سخت غوسه شوي دي .
جوان
ټرمپ وایی معترضان غواړی چی د امریکا نظام نسکور کړی .
امریکایی معترضانو د جولای د ۴ نیټې د جشن په دستورو کې د ګډون لپاره د ټرمپ د سفر په درشل کې په جنوبی داکوتای کی یوه ستره لاره بنده کړه . هغه اعتراض کونکی چی د امریکا ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلی وو ، د امریکایی انقلاب او په هیواد کی د جوړښتی بدلونونو لپاره هڅه کوی .
عراقیان مرجعیت ته د سعودیانو په سپکاوی سخت غوسه شوي دي . ورځپاڼه لیکی د عراق د لوړرتبه دیني عالم له سپکاوي د ډګ کارټون په جووړولو کښې د الشرق الاوسط سعودي ورځپاڼې د اقدام خلاف په ټولنیزو شبکو کښې د اسلامي مقاومت د ډلو او پراخو ولسي اعتراضونو ترڅنګ د مختلفو سیاسي بهیرو او مشرانو سخت اعتراض بلآخره دغه ورځپاڼه مجبوره کړه چې دغه کارټون لرې کړي.
الشرق الاوسط د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړه چې په عراق کښې ځینو خبري سایټونو په عمدي توګه د جمعې په ورځ خپور شوي کاریکاټور ته داسې اړخونه او مقصدونه ورکړل چې له سره مطرح نه وو.
د آیت ا... العظی سید علي سیستاني د سپکاوي کونکي کاریکاټور د حذفولو د توجیه لپاره د الشرق الاوسط د ادعاؤ په دوام کښې راغلي دي: دا رسنۍ له هیوادونو، شخصیتونو او دیني مرجعیت سره په چلند کښې پر مسلکي اصولو ژمنه ده او دغه کارټون په هیڅ توګه خپله سید علي سیستاني ته هیڅ اشاره نه درلوده او دوي د احترام او قدرونې وړ دي.
ایران د کرونا په خپریدو باندې د بندیزونو د اغیزې په هکله بیا اعتراض وکړ .
اطلاعات
روحاني وویل ایران د درملو او طبي اسانتیاو په برابرولو کې لوې دندې ترسره کړي دي .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د ایران او اژانس په ملګرتیاو کی د لاس وهنې په اړه اروپا ته خبردارې ورکړ .
شمخانی وایی د شهید سلیمانی ترور تکفیری ترهه ګرۍ ته دامریکا ستره ډالۍ وه .
آیت ا... سیستاني د فتنه اچونې لپاره د عربستان پلان شنډ کړی . د عراق په پارلیمان کښې د الفتح ائتلاف غړي د خپل هیواد د عالیقدره مرجعیت ته د الشرق الاوسط سعودي ورځپاڼې سپکاوې، په عراق کښې په فتنه اچونه کښې د سعودي د خبیثو پلانونو د ماتې ګواه وباله. هغه ټینګار وکړ چې دا سپکاوی د الحشد الشعبي په شخصیتونو او سمبولونو باندې د حملې لپاره د سعودي د پلان یوه برخه ده
د یمن پوځ د عربستان په جنوب کې د تیری ګرو هدفونه په نښه کړل . د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع ټینګار وکړ تر هغه وخته چې په هیواد باندې تیری او کلابندۍ دوام ولري د سعودي عربستان د ائتلاف په پوځي مرکزونو به حملې دوام ولري .یحیی سریع وویل دپوځ یونټونو د عربستان د جنوب په نجران او عسیر کې په ګڼ شمیر قاصف کې دوه بی پایلیټه الوتکو سره پراخ عملیات کړی دي . سریع د عربستان دا ادعا رد کړی ده چی کوندی عربستان د یمن څلور بې پایلیټه الوتکې نسکورې کړي دي .
کیهان
ظریف ایټمی موافقې ته د اروپایی هیوادونو دپایبندۍ په ضرورت ټینګار وکړ
د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د برجام غږملونکی او اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسول ته په یوه لیک کې یو ځل بیا د برجام د ۳۶ مادې په اساس د اروپایی هیوادونو د نه پایبندۍ نور موردونه د اواری لپاره ګډ کمیشن ته وړاندې کړل .
ښاغلی ظریف جوزپ بورل ته په خپل لیک کې د ایران او اژانس ترمینځ په روانې پادمانی ملګرتیاو کې هر ډول لاس وهنه د موجودو پادمانی ملګرتیاو په اساس منفی اغیزې شیندی او د ایټمی موافقې سره په تضاد کې دی .
امریکایی سره پوستی یا ریډ انډین وایی خپل ټاټوبې بیرته اخلو .
عراق یو موټې ستر مرجعیت ته سپکاوې وغنده .
په جرمني کښې په جومات د حملی دسیسه شنډه شوه
فارن پالیسی مجله لیکی چی ایران د امریکا د بایکاټونو په وړاندې خوندی شوی دې .