د جنرال قاسم سلیمانی دترور پر غیرقانونوالي د ملګروملتو ټينګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91323-د_جنرال_قاسم_سلیمانی_دترور_پر_غیرقانونوالي_د_ملګروملتو_ټينګار
دامریکا د بې پيلوټه الوتکو حمله چې د جنرال قاسم سلیماني د ترور لامل شوي ، دملګروملتو د منشور خلاف ورزي وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2020 10:16 Asia/Kabul
  • د جنرال قاسم سلیمانی دترور پر غیرقانونوالي د ملګروملتو ټينګار

دامریکا د بې پيلوټه الوتکو حمله چې د جنرال قاسم سلیماني د ترور لامل شوي ، دملګروملتو د منشور خلاف ورزي وه .

د امریکا د ولسمشرډونالډټرمپ په حکم سره،ددغه هیواد ترهه ګرو عسکرو د ۲۰۲۰کال دجنورۍ په دریمه نیټه د ډرون په یوې حملې کې په یوه غیرقانونياو  جنایتکار اقدام کې د عراق د بغدادپه هوائي ډګر کې د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني،دعراق دالحشدالشعبي ولسی مبارز ځواک مرستیال ابومهدی المهندس سره دخپلو  ملګرو ترور کړل .د امریکایانو دغه جنایت  په نړیواله سویه  له ډيرو نیوکو او محکومیتونو سره  مخامخ شوی دی .

د ملګروملتو ځانګړي رپورټرې په دې زمینې کې پخپل وروستي دریځ کې،د امریکا دپوځ په وسیله د سردار قاسم سلیمانيترور د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي وبلله . 

Image Caption

 

د ملګروملتو ځانګړي رپورټرې آګنس کالامار دغیرقانوني،خپل سرو یا چټکو پانسیو په باب هم وئیلي دي،امریکا نه ده توانیدلې په دې باب چېدی(جنرال قاسم سلیماني)یو جدي ګواښدی،د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک د وخت  د قوماندان جنرال قاسم سلیماني په باب دخپلې ادعا لپاره  کافي شواهد وړاندې کړي .

میرمن کالامارپه هغه راپور کې چې پکې ئې د وسلو لپاره د مقرراتو د وضع کولو او په پوځي بې پيلوټه الوتکو سره د ټارګټیډ ترورونو لپاره د ځواب ویئلو غوښتنه کړې ، وئيلی دي،د امریکا د بې پيلوټه الوتکو حمله چې  د جنرال قاسم سلیماني د ترور لامل شوي ، دملګروملتو د منشور خلاف ورزي وه.هغه باوري ده نړۍ په یوه حساس وخت کې او له بې پيلوټه الوتکو څخه له استفادې سره په ا رتباط کې له  احتمالی مهم پړاؤ سره مخامخ ده،او دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتو امنیت شورا هیڅ اقدام نه کوي  اونړیواله ټولنه، په غوښتي یا ناغوښتي توګه،چپتیا غوره کړې ده .

ټاکل شوې ده،میرمن آګنس کالامار په پنجشنبې ورځې په دې باب د ملګروملتو د بشري حقوقو شورا ته خپل راپور وړاندې کړي څو په دې باب غړي هیوادونه چې په دې اړه څه اقدام وشي،بحث وکړي.امریکا دوه کاله مخکې دغه شورا د دوي د اسرائیلو ضد دریځونو باندې  په اعتراض کې پريښودلي ده .

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption

 

 د امریکا د جنګ وزارت پنټاګان د اعلان په اساس، د جنرال قاسم سلیماني او دهغه د ملګرود ترورفرمان ډونالډټرمپ صادر کړی ؤ.ددغه جنایتکار اقدام لپاره دټرمپ پلمه  دا ادعا وه چې  سردار سلیماني  د امریکایانو او دهغود  پوځي مرکزونو په ضد د حملو دپلانونې په موخې سره  عراق ته تللی او د امریکا هوائي حمله،وارمخکې اقدام دی . دا په داسې حال کې دي دعراق لوړپوړو چارواکو دغه ادعا رد کړې ده . د عراق د وخت لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د جنورۍ په پنځمه نیټه ددغه هیواد په پارلیمان کې پخپلې وینا کې وئيلي ، جنرال قاسم سلیماني  د ایران دپیغام د  منتقلولو او دعربستان لیک ته ددغه هیواد  د ځواب د رسولو لپاره  بغداد ته وارد شوی ؤ .هغه لیک چې له دې مخکې بغداد دتهران چارواکو ته سپارلی ؤ. په دې توګه د واشنګټن د ادعا دروغجنیدا، په بشپړ ډول ښکاره او وروسته ایشوا شوه،د ډونالډټرمپ حکومت  کابو له یو نیم کال راهسې د سردار قاسم سلیماني  د ترور نیّت درلود.  

په حقیقت کې  دامریکا لوړو چارواکو څرګندونې او نوي شواهد ښئ چې  واشنګټن  له میاشتو میاشتو مخکې راهسې په دې زمینې کې فیصله کړې  اویوازې ددغه جنایتکار  پلان  د اجرا لپاره  په مناسب وخت پسې وو. این بی سي امریکائي خبری چینل  دجنورۍ په دیارلسمه نیټه  په یوه راپور کې وئيلي ډونالډټرمپ  د ایران دهوا فضا دفاع توغندوي ضد سسټم په وسیله  د ګلوبل هاؤک امریکائي ډرون له نسکوریدا وروسته  حکم ورکړی ؤ  چې  که  د ایران د پوځ  یا ورسره  د اړونده وسلوالو ډلو حملې  د امریکا ئي ښاریزو یا پوځيانو  د وژلو لامل  شي ، نو پر جنرال قاسم سلیماني دې امریکائي پوځ حمله وکړي  او ترور ئې کړي .ټرمپ  د جنرال سلیماني له ترور وروسته له کوم مستنداتو او شواهدو له وړاندې کولو پرته مدعي شوی،چې ددغه اقدام دلیل د امریکا په څلوروسفارتونو دحملې لپاره د هغه پلانونه  او دامریکائي پوځ  لپاهر د هغه خطرناک کیدا وه، په داسې حال کې چې د امریکا د لوړپوړو چارواکو څرګندونې  او هم د سپينې ماڼۍ  د رسمي راپورمادې  په دې باب دټرمپ له ادعا سره چې   په جنرال سلیماني حمله  دیوه  : فوري ګواښ : د مخنیوي لپاره  ترسره شوي،په تضاد کې دي .میرمن کالامار هم پخپل راپور کې ټينګار کړی  دی ، چې  دجنرال قاسم سلیماني په ترورکې په لومړي ځل یوه حکومت (یعني امریکا) په یوه دریم یا ثالث هیواد خاورې کې د یوه بله هیواد د لوړپوړي حکومتي  چارواکي باندې د حملې په باب دتوجیه لپاره له ځانه ددفاع له اصل څخه استفاده کړې ، چې  دا غیر قانوني ده .

د امریکا ددغه جنایتکار اقدام د غیر قانوني کیدا په باب د ملګروملتو دځانګړي رپورټرې میرمن آګنس کالامار په روښانه اوپه ډاګه دریځ نیونې سره،دشکهیڅ ځاي نه پاتیکیږي،چې دټرمپ حکومت د نړیوالوقوانینو  یو اصلی خلاف ورزي کونکی دی او د امریکا د سرزورو سیاستونو  لپاره  دغو نړیوالو قوانینو او اصولو ته هیڅ پام او پروا نه کوي .