د ایران په اټومي مرکز کښې چاودنه نه ده شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91327-د_ایران_په_اټومي_مرکز_کښې_چاودنه_نه_ده_شوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې د اطلاعاتو او د عمومي ډیپلوماسۍ مرکز په شهید رضايي نژاد اټومي مرکز کښې بم چاودنه دروغ وبلله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 08, 2020 04:25 Asia/Kabul
  • د ایران په اټومي مرکز کښې چاودنه نه ده  شوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې د اطلاعاتو او د عمومي ډیپلوماسۍ مرکز په شهید رضايي نژاد اټومي مرکز کښې بم چاودنه دروغ وبلله .

دغه مرکز پرون د ایران په مرکز کښې په یزد ولایت کښې په شهید رضايي نژاد اټومي ودانۍ کښې د بم چاودنې په هکله په رسنیو کښې د انقلاب ضد عناصرو د ادعا له خپریدا وروسته په یوې (۱) بیانیې کښې وویل په دغه اټومي مرکز کښې هیڅ ډول پیښه نه ده رامینځته شوي او د هیواد د باندې د انقلاب ضد د عناصرو ادعا له جنګ غواړي او ټروریست صهیونیسټ رژیم سره د همکارۍ کولو او د ایران دملت پرضد د امریکا له زیات دباو سره د  ملګرتیا کولو او د ناهیلې د رامینځته کولو په لړ کښې ده .

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې دغه راز ټينګار وکړ خپاره شوي سپوږمکیز عکسونه هم د ایران د شهید رضايي نژاد اټومي مرکز ته اړونده نه دي .