د ایران او چین سټراټژيکې ملګرتیاوې ددواړو هیوادونو په ګټه دي
بې شکه د تهران او بیجینګ سټراټژيکې اړیکې چې د دواړو هیوادونو د خلکو لپاره متقابلې اساسی ګټې لري،داسې دښمنان لري،چې خپلې درستې هڅې به ددغو خبرواترو او اړیکو دناکامولو لپاره وکاروي .
د اسلامی ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمودواعظي پرون ناوخته پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دي د ایران او چین سټراټژيکې ملګرتیاؤ پروګرام ، د برابر دریځ، دګډو لیدتوګو په اساس او د څواړخیز پالنې دملاتړ په موخې سره پلانیږي .
واعظي ټينګار کړی دغه پروګرام په بیلابیلو حوزو کې د ایران او چین د متوسط اواوږدمهاله مراوداتو دلرلید انځورونکی او د دو اړو هیوادونو د سټراټژيکو ګټو لرونکی دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي عباس موسوي هم له دې مخکې د ایران او چین ترمینځ د پنځه ویشت کلن د لارې د نقشې دپلان په باب ددروغجنو ادعاګانو په غبرګون کې روښانه کړې ده ، بې شکه د تهران او بیجینګ سټراټژيکې اړیکې چې د دواړو هیوادونو د خلکو لپاره متقابلې اساسی ګټې لري،داسې دښمنان لري،چې خپلې درستې هڅې به ددغو خبرواترو او اړیکو دناکامولو لپاره وکاروي .
موسوي ددې خبرې په کولو سره چې د ایران او چین دخبرواترو له نهائي کیدا مخکې هیڅ متن اعتبار نه لري ، یادونه کړې د ایران او چین دملګرتیاؤ دسند لومړنۍ مسوده، د دواړو هیوادونو د ماهرو اورګانونو په ګډون سره برابره شوې ده . د ایران د خارجه وزارت ویندوي په نزدې راتلونکي کې دتهران اوبیجینګ دجامعو ملګرتیاؤ د پروګرام د نهائي کیدا په هیلې سره پر رسندویو غږ کړی ، د هغو متنونو له خپریدا دې چې په مختلفو غرضونو اوموخو سره برابر اوخپریږي ، ډډه وکړي .