له هرډول تیري سره دمقابلې لپاره اسلامی ایران دپوځي ځواک بشپړ چمتووالی
، امریکایان د ایرانه د ګواښ جوړولو په سټراټژۍ سره هڅه کوي ځان د فارس خلیج او هرمز تنګي دامنیت دفاع کونکي وبریښوي، په داسې حال کې چې د دوي اصلي موخه ، دفارس خلیج ناکراره کول دي .
د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ دهوائي ځواک قوماندان سردار تورن جنرال عزیز نصیرزاده له اسلامی انقلاب سره د استکباري هیوادونو د دښمنۍ څلويښت کلنې مخینې ته په اشارې سره ټينګار کړی ،دایران پوځي ځواک به پخپل لوړ پوځي چمتووالي سره دښمن ته پخپل ټاټوبی د هیڅ ډول تیري اجازت ورنکړي .
د ایران دپوځ د هوائي ځواک قوماندان دفارس خلیج دامنیت وضعیّت په بیانولو سره وئيلي دي،د اسلامی ایران پوځي ځواک د هیواد دامنیت د حافظ په توګه او په سیمې کې د سوله ساتونکي هیواد په توګه په قدرت او جدیّت سره شتون لري .
دایران اسلامي جمهوریت باؤري دی،په دغې حساسې سیمې کې امنیت ته رسیدا به ، یوازې د ګاوڼډیانو د هراړخیزې ملګرتیا او هراخیز ګډون له لارې امکان ولري .
دا سلامي ایران ولسمشر حسن روحانی په همدې لړ کې په ۲۰۱۹کال کې د ملګروملتو دعمومي اسمبلۍ په ناستې کې د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د هرمز سولې پلان وړاندې کړ . دغه وړاندیز وښودله چې تهران په فارس خلیج کې د امنیت اوثبات دځاي کولو لپاره په سیمه ایز کړچار سره څو اړخیز پالې آئيډیاوې لري .
د فارس خلیج او هرمز تنګي سیمې خاص جیوپولیټيک شرائط او اړتیاوې داسې دي چې په دغې سیمې کې د امنیت دتامینولو لپاره یوازینۍ ډاډمنه ټاکنه، دفارس خلیج ګاونډیو هیوادونو مشارکت دی .
په فارس خلیج سیمې کې له پوځي شتون او د تاؤتریخوالي له رامینځةکولو د امریکا موخه د درو چورلیزونو په توګه ارزولی شو .
لومړۍ موضوع ، په دغې سیمې کې له ناکراري جوړونکو بهیرونو څخه سیاسی او اقتصادي استفاده ده . په ې زمینې کې د تیونس یوه تکړه شناندي او لیکوال الطفي العبیدي وائي ، امریکا له ایرانه د ویرولو له آوزاره ډيره زیاته استفاده کړې ده . امریکا په فارس خلیج سیمې کې د تاؤتریخوالي په رامینځةکولوسره د وسلو د پير پلور د تړونو له ترسره کولو لپاره پر زمینه جوړونې سربیره،له وحشي صهیونیسټي رژیم سره د عربو هیوادونو داړیکو په عادي کولو پسې ده څو دپيړۍ دمعالې پلان پر مخ پوځي .
دوهمه موضوع هم ، له ایرانه د ویرولو په چورلیزتوب سره دپوځي ائيتلاف جوړونې له لارې په فارس خلیج کې د امنیت ساتل بریښول دي .
دغه موخه په دوو سناریوګانو کې د بحث وړ ده . لومړنۍ سناریو ،په فارس خلیج،هرمز تنګي او عمان سمندر سیمو کې دنوو نړیوالو قوانینو د ټينګولو لپاره د نفسیاتي زمینو جوړول دي څو امریکا د خپل اوږدمهاله شتون له لارې دغه سیمه قانونمنده وبریښوي .
په دوهمې سناریو کې،متحده ایالتونه هڅه کوي ،په هرمز تنګي کې دپوځي ائيتلاف په جوړولو سره ایران په سیمې کې د نړیوال پوځي ائيتلاف له چیلنج سره مخامخ کړي . خو دریمه هغه موضوع چې په فارس خلیج کې دامریکا دپوځي شتون په بحث کې د پام وړ ده ، د ایران په ګیرچاپيره چاپيریلا کې د امنیتي مشکلاتو رامینځةکول او په یووخت د ایران توغندوي توان دکمزوري کولو په چورلیز توب سره دایران د دفاعي قدرت محدودل دي .
په حقیقت کې باید ووئیل شي ، امریکایان د ایرانه د ګواښ جوړولو په سټراټژۍ سره هڅه کوي ځان د فارس خلیج او هرمز تنګي دامنیت دفاع کونکي وبریښوي، په داسې حال کې چې د دوي اصلي موخه ، دفارس خلیج ناکراره کول دي .
د ایران دا سلامی جمهوریت دپوځ دهوائي ځواک دقوماندان څرګندونې په دې زمینې کې یو روښانه پیغام لري، په دې باب چې د ایران پوځي ځواک به په سیمې کې هر ډول بلاغواړي اولمسونکي اقدام ته پریکنده او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او نتیجې به ئې هم د امریکا پشمول ددښمنانو ځواک ته متوجه وي .