ایران د یوکراین د مسافري الوتکې څيړنیزراپورخپور کړ
د اوکراین د هوائي شرکت یوه مسافري الوتکه د جنورۍ په اتمه نیټه د تهران د امام خمیني هوائي ډګر په شاوخوا کې نسکوره شوي وه ، چې له امله ئې د عملې پشمول یو سل اوه شپیته مسافران وژل شوي وو .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د هوائي الوتونو ادارې پرون د اوکرانی دمسافري الوتکې د نسکوریدا دپښې د ارزونې څيړنیز راپور خپور کړ .
د اوکراین د هوائي شرکت یوه مسافري الوتکه د جنورۍ په اتمه نیټه د تهران د امام خمیني هوائي ډګر په شاوخوا کې نسکوره شوي وه ، چې له امله ئې د عملې پشمول یو سل اوه شپیته مسافران وژل شوي وو .
د ایران د هوائي الوتونو ادارې پرون په یوه راپور کې په الوتکې په تیروتنې سره د توغندي د ویشتل کیدا د اغیزشیندونکو کړیو پيژندنې ته په اشارې سره وئيلي دي دپيښو کړۍ ، د انساني تیروتنې په ستر رول سره د کړه ایزو پيښو د رامینځةکیدا ښودنه کوی .
دغه راپور په دې په ټينګار سره چې د توغندي د ویشتل کیدا په وخت کې د الوتکې دحرکت لاره او دهغې وضعیّت عادی ؤ زیاته کړې ،د توغندوي سسټم کارونکي د خپل سسټم دبیرته منظمونې په هیریدا کې او دلومړنۍ تیروتنې باندې بیا تیروتنه کړې ، چې په نهایت کې په تیروتنې سره د مسافري الوتکې په شیشت کې د راوستو لامل شوې ده .
دایران د هوائي الوتونو ادارې دې ته په اشارې سره چې د تورې بکسې د اطلاعاتو له ارزونې سره په یووخت ممکنه ده ، په پيښې کې ځيني نوره نوي کړۍ هم وپيژندل شي یادونه کړې ، دغه راپور د اوسنیو څيړنو په اساس برابر شوی او د بشپړ ا طلاعاتو له غونډولو وروسته به نهائي شي .
په نړیوالو چارو او حقوقو کې د ایران د خارجه وزیر مرستیال محسن بهاروند په همداورووستیو کې د اوکراینی الوتکې د تورې بکسې یا بلیک باکس د ارزونې په باب د وروستیو اجرا شوو اقداماتو په باب وئیلی دی دغه بلیک باکس د ایران د الوتنې د ادارې یوه ټيم په وسیله فرانسې ته منتقل شوی او ددغې بکسې د اطلاعاتو دترلاسه کولو کار به د جولائي په شلمه نیټه پيل شي.