د ايران د خارجه وزير مرستيال کابل ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91505-د_ايران_د_خارجه_وزير_مرستيال_کابل_ته_لاړ
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير مرستيال د يو لوړ رتبه سياسي، اقتصادي او امنيتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره نن مازيګر کابل ته اورسېد.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2020 11:48 Asia/Kabul
  • د ايران د خارجه وزير مرستيال کابل ته لاړ

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير مرستيال د يو لوړ رتبه سياسي، اقتصادي او امنيتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره نن مازيګر کابل ته اورسېد.

د ايرنا د رپوټ له مخې عباس عراقچي به په دغه سفر کښې د دفاعي، امنيتي، اقتصادي او ټرانزيټي کمېټيو په باره کښې له افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د ايران او افغانستان د سټراټيجکو ملګرتياو جامع سند په باره کښې خبرې اترې هم کابل ته د عراقچي د سفر له اهدافو څخه بيان شوې دي.

همدارنګ له افغان حکومتي چارواکو سره ليدنې کتنې او د افغانستان د سټراټيجکو مطالعاتو په دفتر کښې په ګول مېز کانفرنس کښې ګډون کابل ته د ايران د خارجه وزير د مرستيال له نورو پروګرامونو څخه دے.