دنړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن غونډه به زر ترسره شي
د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د لورو دګډ کمیشن غږملونکي یادونه کړې ، دکرونائي بحران له امله د محدودیتونو په دلیل تر دې دمه د نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن دغونډو دترسره کیدا امکان نه دی برابر شوی .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د اروپائي هیوادونو د نه پابند کیدا په باب دایران دخارجه وزیر لیک ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن ورپسې ناسته به په نزدې راتلونکي ممکن وخت کې ترسره شي.
جوزف بورل په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ، په دغې غونډې کې به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اجرا،او همداراز له دغې نړیوالې ایټمي موافقې دامریکا د وتلو د اغیزو او د هغو بندیزونو دبیرته داعمالیدو په باب چې په نړیوالې ایټمي موافقې کې د پاتې نورو غړو د خواشینۍ وړ دي ،وارزول شي .
د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د لورو دګډ کمیشن غږملونکي یادونه کړې ،د کرونائي بحران له امله د محدودیتونو په دلیل تر دې دمه د نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن دغونډو دترسره کیدا امکان نه دی برابر شوی .
جوزف بورل هغو سلامشورو ته په اشارې سره چې په دغې مودې کې ئې دنړیوالې ایټمي موافقې له لورو سره ترسره کړي ، زیاته کړې ،درستو غړو هیوادونو د دغې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو لپاره چې د ټولو په ګټه ده ، خپل کلک هوډ اعلان کړی دی .