د ایران په مقابل کې په ماتې اعتراف ،دامریکایانو لپاره ښه لاره
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91595-د_ایران_په_مقابل_کې_په_ماتې_اعتراف_دامریکایانو_لپاره_ښه_لاره
ایران هیڅکله هم په سیمې کې په تاؤتریخوالي اوپوځي ډغرو پسې نه دی ، خو تیریګرو اودښمنانو ته ئې هم ورښودلې ده چې هر کله او هروخت چې لازمه شي ، د امنیت له ګډوډونکو عواملو او عناصرو سره کلکه مقابله کوي او د ځواب وئيلو ته داسې ګټونکي پاڼې لري ، چې یرغلګر به په چورلټ ډول غافلګیر کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2020 07:50 Asia/Kabul
  • د ایران په مقابل کې په ماتې اعتراف ،دامریکایانو لپاره ښه لاره

ایران هیڅکله هم په سیمې کې په تاؤتریخوالي اوپوځي ډغرو پسې نه دی ، خو تیریګرو اودښمنانو ته ئې هم ورښودلې ده چې هر کله او هروخت چې لازمه شي ، د امنیت له ګډوډونکو عواملو او عناصرو سره کلکه مقابله کوي او د ځواب وئيلو ته داسې ګټونکي پاڼې لري ، چې یرغلګر به په چورلټ ډول غافلګیر کړي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا منشي علی شمخانی  پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د امریکا خارجه وزیر ته په خطاب کې لیکلي دي ،د قدرتمند ایران په مقابل کې په ماتې اعتراف د احمقانه او بې ملاتړه لاپو غوره  اقدام دی .

 د اسلامی ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشي پخپل دغه پیغام کې وئيلي دي،څه دپاسه څلویښت کلونه کیږي ، واشنګټن خپل درست قدرت د ایران دناکامولو لپاره کارولی دی،خوهماغه راز ناکام دی او هیڅ په لاس نه دي ورغلي .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو پرون ددې خبرې په کولو سره  چې  د ایران په څیر د هیوادونو په وړاندې نرمښت نه ،بلکې یوازې قدرت ځواب ورکوي، مدعي شوی ، دامریکا اوسني حکومت  د ا یران په وړاندې  نوی سیاست اجرا کړی دی .

 مایک پمپئو  چې د ایران د خارجه وزیر په قول ، د ټرمپ د کابینې د نفرت  په وزیر بدل شوی دی ، په دې ادعا سره چې  ایران  ددغه سیاست  اغیزې احساس کړي دي ، د جنرال قاسم سلیماني  په ترور کې ئې د امریکا  ترهه ګر اقدام په ویاړ سره یاد کړی دی .دا په داسې  حال کې دي چې تیره اونۍ د ملګروملتو ځانګړي رپورټرې د سردارشهید قاسم سلیماني په شهادت رسولو کې د امریکا ترهه ګراقدام  دنړیوالو اصولو خلاف ورزي بللې ده .

 ایران  هیڅکله هم  په سیمې کې په تاؤتریخوالي اوپوځي ډغرو پسې نه دی ، خو تیریګرو اودښمنانو ته ئې  هم ورښودلې ده چې  هر کله  او هروخت چې لازمه شي ، د امنیت له ګډوډونکو  عواملو او عناصرو سره کلکه مقابله کوي او د ځواب وئيلو ته داسې ګټونکي پاڼې لري ، چې یرغلګر به په چورلټ ډول غافلګیر کړي . 

د واشنګټن د  نړیوالو او سټراټژيکو  مطالعاتو دمرکز شناندي آنتوني کورډزمن پخپلې یوې څيړنې کې  له ځانه په دفاع کې د ایران  توانمنیو ته په اشارې سره روښانه کړې ده ،  د ایران په ضد په هرډول پوځي بلاغوښتنو سره به ، تهران په سیمې کې د زلزلې ټکانونه رامینځةکړي  ،ځکه  ایران  په سیمې کې د امریکا د ګټو په شیشت کې د راوستو لپاره  ډير زیات پوځي پلانونه لري .

 نن سبا د امریکا د یو اړخیزو او سلطه غواړو سیاستونو دتپلو دوران تیر شوی دی .

د اسلامی  انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خا منه اي پخپلو یوځینو ویناؤ کې د ا یران د ملت د اقتدار اصلي مولفو ته په اشارې سره  روښانه  کړې ده ،  دښمنان دې پوه شي ، چې  که  په ایران دتیري فکر په مغزو کې  لري،نو له سخت او غاښ ماتونکي ځواب سره به مخ شي ، ځکه دوي ممکنه ده  پیلونکي شي ،خو  د کار  پاي به د دوي په لاس کې نه وي .

د ا مریکاله خوا  له ایرانه دو یرولو د پروژو   ارزول  ښئ چې  د ایران په ضد د امریکایانو  د چټي لاپو تکرار، د ایران په ضد د امریکا د ګواښونو   دتوجیه لپاره نړیواله زمینه برابرول دي . امریکا له ایرانه د ویرولو د بهیر په دوام  او د اسلامی جمهوری نظام د حیثیّت او اعتبار د خرابولو په موخې سره ،  د ایران د هغو  دفاعي ظرفیّتونو له مشکلاتو سره دمخامخولو په لټه کې ده چې په مشخص اوپه ډاګه  د ایران له توغندوي توان څخه د اندیښنو په چوکاټ کې   ئې تعقیبیږي .

 حقیقت دادی چې د امریکا هیبّت او باؤؤ،  د  ځوړتیا په لاره سَم شوی دی  او خپلې انتها ته په رسیدو دی . د امریاک د ماتو اصلي ریښه ، ددغه هیواد په سیاسی فلسفې کې نغښتي ده .  له ټرمپ څخه د لا زیات احمق د امریکا د خارجه وزیر پشمول د ډونالډټرمپ  سلاکاران اوملګري په دغه باطل تصّور دي چې   ایران  له  امریکا ګواښونو ویریږي ،خو  دا امید، د امریکا لپاره  په یوه  نه پوره کیدونکي هیلې بدل  شوی دی .