ایران اوروسیه له امریکائي یواړخیزپالنې سره مقابله کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91647-ایران_اوروسیه_له_امریکائي_یواړخیزپالنې_سره_مقابله_کوي
د روسیې خارجه وزیر وئيلي دي ، په نړیوال ډګر کې دامریکا یو اړخیز پالنه ،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتل او د ایران په ضد دوسلو د بندیزونو تمدیدولو ته د نورو هیوادونو دمجبورولو لپاره د واشنګټن هڅه ، د روسیې له نظره هیڅکله هم دمنلو وړ نه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2020 00:47 Asia/Kabul
  • ایران اوروسیه له امریکائي یواړخیزپالنې سره مقابله کوي

د روسیې خارجه وزیر وئيلي دي ، په نړیوال ډګر کې دامریکا یو اړخیز پالنه ،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتل او د ایران په ضد دوسلو د بندیزونو تمدیدولو ته د نورو هیوادونو دمجبورولو لپاره د واشنګټن هڅه ، د روسیې له نظره هیڅکله هم دمنلو وړ نه ده .

 زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران  خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  په ماسکو کې د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره په کتنې کې د امریکا د زیات غوښتنې په مقابل کې د روسیې او چین د پریکنده دریځونو په قدرونې سره ووئيل ، دایټمی انرژۍ  دنړیوال آژانس د واکمنې شورا پریکړه لیک ته د روسیې اوچین منفي ورائ وکول  او په امنیت شورا کې د ایران په ضد  دوسلو د بندیز د تمدیدولولپآره د امریکا له هڅې سره د مسکو اوبیجینګ جدی مخالفت ،دایران ،روسیې اوچین د پیاوړي اړیکو  نښه او  د امریکا  دیواړخیز پالنې په وړاندې کلکه دریدا وه .

جواد ظریف همدرااز یادونه کړې ،د ایران او روسیې دلوړپوړو چارواکو  پرله پسې تماسونه او  په نړیوالو بدلونونو کې  همپالنه او ملګرتیا، د ماسکو اوتهران داړیکو دژورتیا ښودنه کوي .

 د روسیې خارجه وزیر هم  په دغې کتنې کې وئيلي دي ، په نړیوال ډګر کې دامریکا یو اړخیز پالنه ،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتل  او د ایران په ضد دوسلو د بندیزونو تمدیدولو ته د نورو هیوادونو دمجبورولو  لپاره د واشنګټن  هڅه ، د روسیې له نظره  هیڅکله هم دمنلو وړ نه ده .

 لاؤروف  جامعه نړیواله ایټمی موافقه یو داسې باؤري سند بللی چې  دملګروملتو دامنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه لیک سره  لازم الاجرا دی .

د روسیې خارجه وزیر  ټينګار کړی ،نړیواله ایټمی موافقه باید د پاتې هیوادونو په مشارکت  سره وساتل شي ا و روسیه ددغې نړیوالې موافقې د خرابولو لپاره د امریکا  د هرډول ورانکار اقدام په وړاندې کلکه دریږي .