ایران له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراخول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91656-ایران_له_ګاونډیو_هیوادونو_سره_د_اړیکو_پراخول_غواړي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني له ټولو ګاونډیو هیوادونو او د تهران له دوستانو سره د اړیکو او د ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2020 09:30 Asia/Kabul
  • ایران له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراخول غواړي

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني له ټولو ګاونډیو هیوادونو او د تهران له دوستانو سره د اړیکو او د ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ .

هغه نن د کابینې په غونډې کښې له ګاونډیو او دوستو هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو لپاره د تهران دلچپسۍ ته په اشارې سره هیله وکړه د روسیې د عراق د ترکیې د قطر د پاکستان او د افغانستان په شمول له ګاونډیو او دوستو هیوادونو او  له هغو ټولو هیوادونو سره چې په فارس خلیج او کیسپین سمندرګي کښې د اسلامي ایران دوستان دي د ایران ملګرتیاوې باید پراخې شي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني تهران ته د عراق د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سفر ته په اشارې سره وویل ایران او عراق د ګمرک ، د شیانو او د بانکي اړیکو او د اقتصادي ملګرتیاو په زمینه کښې ډیرې ښې موافقې لرلي دي چې هیله من یم اجرايي او عملیاتي شي .

هغه روسیې ته د ایران د خارجه وزیر جواد ظریف د سفر په هکله هم وویل ظریف په نړیوالو او سیمه ییزو زمینو کښې د تهران او د ماسکو ترمینځ د اړیکو د پیاوړتیا په زمینه کښې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته زما لخوا یو(۱) پیغام رسولی  او پوتین د دغه لیک هرکلی کړی دی .

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل تهران په تیرو کلونو او میاشتو کښې له چین او روسیې سره ښې اړیکې او تماسونه لرلي دي او په تیرو اونیو کښې دغه اړیکې لا پسې پیاوړي شوي دي .