موسوی :ایران هیڅ غلیمانه اقدام بې ځوابه نه پریږدی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91722-موسوی_ایران_هیڅ_غلیمانه_اقدام_بې_ځوابه_نه_پریږدی
د ایران اسلامی جمهوریت د خپل ملت پرضد هیڅ غلیمانه اقدام بې ځوابه نه پریږدی او په خپل وخت به هر غیر عقلانی حرکت ته پریکنده او مناسب ځواب ورکړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2020 01:17 Asia/Kabul
  •  موسوی :ایران هیڅ غلیمانه اقدام بې ځوابه نه پریږدی

د ایران اسلامی جمهوریت د خپل ملت پرضد هیڅ غلیمانه اقدام بې ځوابه نه پریږدی او په خپل وخت به هر غیر عقلانی حرکت ته پریکنده او مناسب ځواب ورکړی

زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي  د ماهان په ټرانسپورټی الوتکې د امریکا د جنګی الوتکو په تیری پسې وویل د ایران اسلامی جمهوریت د خپل ملت پرضد هیڅ غلیمانه اقدام بې ځوابه نه پریږدی  او په خپل وخت به هر غیر عقلانی حرکت ته پریکنده او مناسب ځواب ورکړی .

هغه زیاته کړه په عین حال کښې د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوتریش سره په دغه موسسې کښې د ایران د دائمي استازي مجید تخت روانچي په تماس کښې ټينګار شوی دی که چیرې د بیرته ستنیدا  په لاره کښې د دغه الوتکې لپاره کومه پیښه رامینځته شي د ایران اسلامي جمهوریت به امریکا د هغې مسوله وپیژندي .

دغه پیغام په ایران کښې د سویزرلینډ سفیر ته هم رسول شوی دی .

خبري سرچینو وویل دامریکا دوو جنګي الوتکو د سوریې په فضا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د  ماهان هوايي شرکت مسافر وړونکي الوتکې ته په نږدې کیدا سره د دغه الوتکې لپاره مزاحمت رامینځته کړی دی .

د دغو جنګي الوتکو له دغه خطرناک اقدام وروسته د ایران د مسافر وړونکي الوتکې پایلوټ له دغو دوو  جنګي الوتکو سره د ټکر د مخنیوي لپاره د الوت ارتفاع کمه کړه او دغه چاره سبب شوه چې یوشمیر مسافرانو ته تاوان ورسیږي .

دغه جنګي الوتکې د ایران مسافر وړونکي الوتکې ته تر سل میټرو پورې نږدې شوي وې .