د پیامبر اعظم(ص) 14 سترې ګډې مانورې وروسته مرحله
ددغې سترې او ګډې مانورې یوه ځانګړنه چې د لومړي ځل لپاره علمیاتي شوي ،له نور سپوږمکۍ څخه د لیږدول شوو تصویرونو څخه په استفادې سره د مانورې د سیمې څارنه ده .
د پیامبر اعظم (ص)14 نومې د سترې او ګډې پوځي مانورې نهائي مرحله پرون راهسې د فارس خلیج ، هرمز تنګی لویدیځي برخې او دهرمزګان ولایت له عمومي سیمې رانیولې د هیواد تر مینځ پورې په ولولې سره روانه ده .
د پيامبر اعظم (ص)14 په نامې سره په د غې مانورې کې د فرضي دښمن په ضد توغندوي ، ډرونز او د تیرو ماکوګانویرغلیز عملیات ، د ماینونو د ښخولو او ویستلو علمیات،د فرضي دښمن د کشتیو د مخابیراتي او مواصلاتي کرښو دغوڅولو عملیات،له ساحله په سمندر ویشتونکو توغندیو او چورلکو په وسیله د توغندوي حملو عملیات اجرا کیږي .
ددغې سترې او ګډې مانورې یوه ځانګړنه چې د لومړي ځل لپاره علمیاتي شوي ،له نور سپوږمکۍ څخه د لیږدول شوو تصویرونو څخه په استفادې سره د مانورې د سیمې څارنه ده .
دایران دا سلامی جمهوریت د لومړنۍ پوځي سپوږمکۍ په توګه ،نور سپوږمکۍ، د تیر اپریل میاشت په شلمه نیټه د قاصد نومې پلیټ فارم په وسیله په درو مرحلو کې د ایران له مرکزي دښتو څخه دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په وسیله په فضا کې له مځکې په څلور سوه پنځه ویشت کلومیټرۍ کې ځاي په ځاي شوې ده .
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د توانمنیو ټولګې ته د سپوږمکیزو توانمنیو ورزیاتولو ، د ایران پوځي قدرت ، د یوه سټراټژيک ځواک په لیکه کې شامل کړی دی . د ایران وسلو او تجهیزاتو پراختیا ، د دښمن د کمزورو او قدرتمنو ټکو د حقیقي پيژندګلوۍ او ګواښ په اساس ده . دنور پوځي سپوږمکۍ پخپلو د پام وړ ظرفیّتونو سره ، په بیلابیلو اړخونو کې دقیق او د ورځې په اساس اطلاعات ،د مځکې په سطحې او له شاوخوا ښکارندو څخه غونډوي او په سیمې کې په هر ډول پوځي فعالیتونو څارنه کولی شي . په هغو اطلاعاتو سره چې له دغې سپوږمکۍ مخابیره کیږي ،د توغندیو د حرکت لار او په ټارګت د لګیدو وخت مشخص کولی شي . همداراز په پولو کې د قاچاقبرو او ترهه ګرو پر تګ راتګ ، د مقصد هیوادونو دتاسیساتي او اقتصادي فعالیتونوڅارنه او هم د نړیوالو سرحدي تړونونوڅارنه کولی شي . امریکا او ځيني اروپائي هیوادونو البته هڅه کړې ده چې په فضا جوړونې او د هائ هوئ په رامینځة کولو سره ددغې سترې بریا کم اهمیّته او په عین حال کې ئې دا د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزي او دنړۍ لپاره یو ګواښ وبریښوي . دغه غبرګونونه ، البته له تمې لیرې نه وو . د ایران د دفاعي سټراټژۍ په چوکاټ کې ددغو ظرفیّتونو اهمیّت ، د جنګ د رامینځةکیدا دمخنیوي لپاره دي . اسلامی ایران ، د هوا-فضا او په نورو ډګرونو کې د پوځي دفاعي قدرت دسرچینو په اختیار کې په درلودلو سره په نړیوالو اړیکو کې د نوي معادلاتو په رامینځةکولو کې بریالی شوی دی .
د ایران په هوائي حریم کې د امریکا د یوه ډير ماډرن بې پيلوټه الوتکې نسکورول په دوي کې یو مورد دی . واشنګټن د تیر کال په جون میاشت کې د ایران په ضد پخپل یوه لموسونکي اقدام کې خپل یو جاسوسي ماډرن ډرون ، د اسلامی ایران مځکني حریم ته وارد کړ دغه ډيره ماډرن بې پیلوټه الوتکه ، د مبارک غرۀ په سیمې کې د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواک ددفاعي سسټم په شیشت کې ورغله او نسکوره شوه .
د پوځي چارو یو کارپيژاند اوشناندی جرمنی بیني په جینز دفاعي نومې اونیزې کې د ایران د دفاعي او توغندوي ضد دفاعي سسټم او پوځي قدرت ته په اشارې سره وائي ، کله ایرانیان واقعا په یوه شي پانګونه کوي ،نو باید یو ستر کار وبلل شي . مونږ د بالیسټیک توغندیو په باب په دې موضوع پوهیدو ،خو ظاهرا د ایرانیانو د هوافضا دفاعي سسټم په باب وضعیّت هم همدغه شان دی .
هماغه ډول چې د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي د پیامبر اعظم (ص)14نومې سترې مانورې د نهائي مرحلې د ترسره کیدا په څنډې کې ټينګار کړی ، د ایران د ملت د حیاتي ګټو د خوندي ساتلو لپاهر د ایران د اسلامی جمهوریت سیاست دفاعي دی . په دې معنا چې ایران به هیڅکله هم په یوه هیواد هم د حملې پیلونکی نه وي ، البته په تاکتیک او عملیاتو کې په بشپړ ډ ول یرغلیز پلان لري .
ددې لیدتوګې له پلوه ، دپیامبر اعظم 14 نومې مانورې د نهائي مرحلې پیغام ،له سپوږمکیزې ټيکنالوجۍ څخه په استفادې سره،د امنیت په ساتنې کې د ایران داقتدار نندارې ته وړانډې کول او له ګواښونو اوناکراریو سره مقابله کول دي .