د پیامبراعظم 14مانورې نهائي مرحله په ولولې سره دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91841-د_پیامبراعظم_14مانورې_نهائي_مرحله_په_ولولې_سره_دوام_لري
په دغې نهائي مرحلې کې چې له پرونه پیل شوې ده ، د لومړي ځل لپاره دسیمې د څارنې عملیات، د نور سپوږمکۍ څخه د لیږدول شوو اطلاعاتو اوعکسونو څخه په استفادې سره ترسره کیږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 29, 2020 08:23 Asia/Kabul
  • د پیامبراعظم 14مانورې نهائي مرحله په ولولې سره دوام لري

په دغې نهائي مرحلې کې چې له پرونه پیل شوې ده ، د لومړي ځل لپاره دسیمې د څارنې عملیات، د نور سپوږمکۍ څخه د لیږدول شوو اطلاعاتو اوعکسونو څخه په استفادې سره ترسره کیږي .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دسمندري او هوافضا ځواک په مشارکت سره د فارس خلیج ،هرمز تنګي لویدیځي برخې او د هرمزګان ولایت له عمومی سیمې رانیولې د هیواد تر مرکز پورې  د پیامبر اعظم ۱۴نومې سترې ګډې پوځي مانورې  دنهائي مرحلې په دوهمه ورځ  عملیات په پرتم سره هماغه راز دوام لري .

 راپورښئ  په دغې سترې ګډې مانورې کې د سپاه پاسدارانو دغو ځواکونو د ماډرن تاکتیکونو او تجهیزاتو په کارولو سره ددښمن له فرضي ګواښونو سره په مقابلې کې د خپلو پراخو توانمنیو یوه برخه نندارې ته وړاندې کړه . 

 دپیامبر اعظم ۱۴مانورې  په دغې نهائي مرحلې کې ترټولومهمه بریادهغو بالسټیک توغندیو کامیاب توغول وو،چې په بشپړ ډول پټ ساتل شوي وو او دغه مهمه بریا د دښمن اطلاعاتي ادارې په احتمالي مخامخیدنې کې له جدي چیلنجونو سره مخامخ  کوي .

په دغې نهائي مرحلې کې چې له پرونه پیل شوې ده ، د لومړي ځل لپاره دسیمې د څارنې عملیات،  د  نور سپوږمکۍ څخه د لیږدول شوو اطلاعاتو اوعکسونو څخه په استفادې سره ترسره کیږي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د لومړنۍ پوځي مانورې په توګه د :نور سپوږمکۍ  : د اپریل په دوویشتمه نیټه  دقاصد نومې پلیټ فارمڅخه په درو مرحلو کې  د ایران له مرکزي دښتو د سپاه پاسدارانو په وسیله  په فضا کې له مځکې  په ۴۲۵کلومیټرۍ مدار کې ځاي په ځاي شوي ده .