د پیامبراعظم 14مانورې نهائي مرحله په ولولې سره دوام لري
په دغې نهائي مرحلې کې چې له پرونه پیل شوې ده ، د لومړي ځل لپاره دسیمې د څارنې عملیات، د نور سپوږمکۍ څخه د لیږدول شوو اطلاعاتو اوعکسونو څخه په استفادې سره ترسره کیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دسمندري او هوافضا ځواک په مشارکت سره د فارس خلیج ،هرمز تنګي لویدیځي برخې او د هرمزګان ولایت له عمومی سیمې رانیولې د هیواد تر مرکز پورې د پیامبر اعظم ۱۴نومې سترې ګډې پوځي مانورې دنهائي مرحلې په دوهمه ورځ عملیات په پرتم سره هماغه راز دوام لري .
راپورښئ په دغې سترې ګډې مانورې کې د سپاه پاسدارانو دغو ځواکونو د ماډرن تاکتیکونو او تجهیزاتو په کارولو سره ددښمن له فرضي ګواښونو سره په مقابلې کې د خپلو پراخو توانمنیو یوه برخه نندارې ته وړاندې کړه .
دپیامبر اعظم ۱۴مانورې په دغې نهائي مرحلې کې ترټولومهمه بریادهغو بالسټیک توغندیو کامیاب توغول وو،چې په بشپړ ډول پټ ساتل شوي وو او دغه مهمه بریا د دښمن اطلاعاتي ادارې په احتمالي مخامخیدنې کې له جدي چیلنجونو سره مخامخ کوي .
په دغې نهائي مرحلې کې چې له پرونه پیل شوې ده ، د لومړي ځل لپاره دسیمې د څارنې عملیات، د نور سپوږمکۍ څخه د لیږدول شوو اطلاعاتو اوعکسونو څخه په استفادې سره ترسره کیږي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د لومړنۍ پوځي مانورې په توګه د :نور سپوږمکۍ : د اپریل په دوویشتمه نیټه دقاصد نومې پلیټ فارمڅخه په درو مرحلو کې د ایران له مرکزي دښتو د سپاه پاسدارانو په وسیله په فضا کې له مځکې په ۴۲۵کلومیټرۍ مدار کې ځاي په ځاي شوي ده .