Jul 31, 2020 04:35 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران ولسمشر د لوی اختر مبارکي وویله

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د اسلامي هیوادونو مشرانو ته په جلا جلا پیغامونو کښې د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدا په مناسبت مبارکۍ ویلو سره وویل د اسلامي هیوادونو مشران د ګډې هڅې او د ارادې په رڼا کښې وکولای شي د اسلامي دنیا د زیاتیدونکي پیوستون او د وحدت سریزې برابرې کړي .

هغه هیله وکړه چې د دنیا ټول مسلمانان د دغه نیکمرغه اختر په برکت او د اسلام د مبین دین په لوړو تعلیماتو باندې تکیې سره وکولای شي د الهي قرب په لاره کښې ګام پورته کړي .

د اسلامي ایران د ولسمشر لومړي مرستیال اسحاق جهانګیري هم د اسلامي هیوادونو لومړیو وزیرانو او د لومړیو مرستیالانو ته په جلا جلا پیغامونو کښې لوی اختر د الهي حکم لپاره د بندګۍ او د اطاعت د ورایښت د ځای په توګه وباله او د دغه اختر په هکله مبارکۍ ویلو سره یې له خدای پاک ج څخه د مسلمانو ملتونو لپاره د نیکمرغۍ او د سرلوړې دعا وکړه .

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف هم د اسلامي هیوادونو د پارلمانونو مشرانو ته په وینا کښې وویل اوس چې د کرونا منحوس ویروس په خپریدا سره د وحي په سپیڅلي ټاټوبي کښې د حج تمتع د مناسکو ترسره کول امکان نلري د ستر اسلامي امت د هوساینې ، امنیت او د سلامتیا د تامینولو په هدف سره په وحدت او یوزړه توب تمرکز کول د چارواکو ترټولو مهمه دنده ده .

هغه وویل صهیونیسټ رژیم د دنیا چې له کورونا ویروس سره ښکیله ده له اوسنیو شرایطو ناوړه استفاده وکړه او په لویدیځې غاړې کښې د فلسطین د تاریخي ، تمدني او د دیني ټاټوبي د ځینو برخو د یوځاې کولو لپاره یې خپله ټوله هڅه کارولي ده او له دغه حساس او دروند پړاو څخه د تیریدا لپاره د فلسطین له ایډیل څخه ملاتړ له مخکې څخه ضروري دی .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف هم د لوی اختر په مناسبت د بشر ژغورل د ځان منمه او د شخصي ګټو قرباني کولو ته اړتیا لرونکی وباله .

 

ټیګونه