په ایران کې په کرونا ککړ ۲لکه۶۳زره کسان ښه شوي دي
میرمن لارې ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې تر دې دمه په کرونا ویروس درې لکه څلور زره دوه سوه څلور کسان ککړ شوي دي وئیلی دي ، له له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ویروس ککړو یو سل اووه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د ایران د روغتیائی چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو د وروستیو احصایو په اعلانولو سره وئيلي دي د مشخص کونکو معیارانو په ا ساس په تیرو شواروز کې په درست هیواد کې په کرونا ویروس دوه زره شپږ سوه څلور اویا کسان ککړ شوي ، چې له دوي یو زر پینځه سوه درې ویشت کسان په روغتو نونو کې بستري شوي دي .
میرمن لارې ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې تر دې دمه په کرونا ویروس درې لکه څلور زره دوه سوه څلور کسان ککړ شوي دي وئیلی دي ، له له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ویروس ککړو یو سل اووه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز تر دې مه په ایران کې د کرونائي بحران دقربانیانو شمیر شپاړس زره اوه سوه شپږ شپیته تنو ته زیات شوی دی .
د هغې په وینا تر دې دمه په ایران کې دوه لکه دري شپیته زره ۵۱۹ کسان هم له درملنې وروسته ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .