ایران په سیمې کې د ولسواکۍ مخکښ دی
ډاکټر حسن روحاني دغه راز په ایران کې د مشروطه انقلاب یو سل څوارلسو کلونو تریدیدا ته په اشارې سره یادونه کړې ،له دې مخکې چې په سیمې کې څوک پارلمیان ، د رایو صندقونه او انتخابات ولرل شي ، په ۱۹۰۶ کال کې په ایران کې د مشروطیّت فرمان صادر شوی او پارلیمان هم خپل فعالیت پیل کړی دی .
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د کابینې په غونډې کې د ولس په مستقیمو یا غیر مستقیمو رایو سره په اسلامی ایران کې د حکومت ،پارلیمان او نورو حکومتی ارکانو انتخاب ته په اشارې سره ووئیل ، ایران په سیمې کې د ولسواکۍ مخکښ دی .
ډاکټر حسن روحاني دغه راز په ایران کې د مشروطه انقلاب یو سل څوارلسو کلونو تریدیدا ته په اشارې سره یادونه کړې ،له دې مخکې چې په سیمې کې څوک پارلمیان ، د رایو صندقونه او انتخابات ولرل شي ، په ۱۹۰۶ کال کې په ایران کې د مشروطیّت فرمان صادر شوی او پارلیمان هم خپل فعالیت پیل کړی دی .
د اسلامی ایران ولسمشر په دې په ټينګار سره چې په ټولو ډګرونو کې دخلکو په ګډون سره ، هیڅ یو قدرت اسلامی ایران ته ګوازر یا تاوان نشي رسولی روښانه کړې ده ، کله په ایران کې حکومت ، پارلیمان او نور حکومتي ارکان د ولس په رایو سره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ټاکل کیږي ، نو هیڅ معنا نه لري ، په سپینې ماڼۍ کې یو کس او ددنیا ورآخوا ناست ناخبره کسان د ولس دحکومت د ختمولو او دبلواؤ درامینځةکولو لپاره کومه فیصله وکړي .