ايران د ابوظبۍ او تل ابيب ډېپلومېټک تعلق يو سټراټيجک حماقت وبلۀ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92222-ايران_د_ابوظبۍ_او_تل_ابيب_ډېپلومېټک_تعلق_يو_سټراټيجک_حماقت_وبلۀ
د ايران خارجه وزارت د اماراتو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د ډېپلومېټکو تعلقاتو د ټينګېدو په غندلو سره دا يو سټراټيجک حماقت وبلۀ چې بې له شکه په نتيجه کښې به يې د مقاومت محور لا زيات مضبوط شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2020 07:46 Asia/Kabul
  • ايران د ابوظبۍ او تل ابيب ډېپلومېټک تعلق يو سټراټيجک حماقت وبلۀ

د ايران خارجه وزارت د اماراتو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د ډېپلومېټکو تعلقاتو د ټينګېدو په غندلو سره دا يو سټراټيجک حماقت وبلۀ چې بې له شکه په نتيجه کښې به يې د مقاومت محور لا زيات مضبوط شي.

د اماراتو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د تعلقاتو د عادي کولو د  بهير د اسانولو لپاره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرله پسې هلو ځلو وروسته دواړه لوري په بشپړه توګه د ډېپلومېټکو تعلقاتو د عادي کولو په سره موافقې ته ورسېدل.

د ايران خارجه وزارت نن په يوې بيانيې کښې وويل: د فلسطين مظلوم ملت او نړۍ ټول پتيالي او ننګيالي ملتونه به د اسرائيلو له غاصب او جنايت پېشه رژيم سره د تعلقاتو عادي کونکي او د دغه رژيم له جنايتونو سره غږملي هيڅکله معاف نه کړي.

په دغه بيانيه کښې راغلی دي: بې له شکه د فلسطين د مقدسې زمکې او د مسلمانانو د وړومبنۍ قبلې د آزادۍ لپاره د مقاومت د اوو لسيزو توې شوې برناحقه وينې به پس يا زر د فلسطين له آرمان سره خيانت کونکو ګرېوان ته ورسي.

بيانيه زياتوي ايران  له  جعلي،ناروا او غېر انساني صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالولولپاره د ابوظبۍ بې شرمانه اقدام خطرناک بولي او د فارس خليج سيمې په انډولونو کښېد صهيونېسټ رژيم د هرډول مداخلت په باره کښې په خبرداري ورکولو سره اعلان کوي چې د اماراتو حکومت او ورسره ملګري نور حکومتونه بايد د دغه اقدام د ټولو عواقبو ذمه واري ومني.

د ايران خارجه وزارت تاکيد وکړ، تاريخ به وښئ چې د صهيونېسټ رژيم لخوا دغه تېروتنه او هغه خنجر چې ناحقه د اماراتو لخا د فلسطين او ټولو مسلمانانوپه ملا کښې وټومبلے شو د مقاومت د مضبوطيه سبب شي او د صهيونېسټ رژيم او د سيمې د مرتجعينو په خلاف اتحاد يووالے به خپل اوج ته اورسي.

د ايران خارجه وزارت په دغه بيانيه کښې هغوواکمنانو ته چې له خپلو شيش محلونو څخه يې پنجې د فلسطينانو او د يمن په شان د سيمې د نورو مظلوم خلقو لوري ته غزولې دي نصيحت کړے دے چې په هوش کښې راشي او د خپلو دوستانو او دښمنانوپه پېژندګلۍ کښې بې لارې نه شي.