د وینِس د فیلم فسټیول (جادويي فانوس) ایوارډ ایراني فلم وګټه
د ایران د مشهور ډایریکټر مجید مجیدي جوړي کړي (خورشید) نومې سینمايي فلم د وینس د جادويي فانوس په نامه ایوارډ ترلاسه کړ.
د ایران د مشهور ډایریکټر مجید مجیدي جوړي کړي (خورشید) نومې سینمايي فلم د وینس د جادويي فانوس په نامه ایوارډ ترلاسه کړ.
د خورشید په نوم د دغه ایراني فلم کیسه د کار کونکو ماشومانو په هکله ده چې په خزانې پسې ګرځي خو دا ورته پته نه وي چې دغه خزانه، دوي په خپله دي.
د وینس د فلم ۷۷ نړیوال فسټیول د روانې ستمبر میاشتې له دویمې څخه د سختو روغتیايي تابیاؤ لاندې په ایټالیا کښې پیل شوی و او په کښې د ایراني ډایریکټر مجید مجیدي د جوړ کړي خورشید نوې فلم په شمول اتلس فلمونه د (زرین زمري) په نامه ایوارډ د ګټلو په سر په خپلو کښې سیالي وکړه. دغه فسټیوال بیګا پاې ته ورسید.
د ویلو ده چې مجید مجیدي وړومبنې ایراني ډایریکټر دی چې فلم یې د آسکر ایوارډ سیالیو ته رسیدلې و. د هغه (بچه های آسمان) فلم په ۱۹۹۸ کال کښې د آسکر د بهرنیو ژبو د غوره فلم د ایوارډ لپاره په پنځو فاینل فلمونو کښې شامل و.