د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد رسندوي او سیاسي فضا جوړونه :-
له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو سناریو تراوسه د سیمې په هیوادونو کښې د ایران د لاسوهنې ، د ایران له توغندوي او پوځي قدرت څخه د ګواښ د جوړولو او له ترهګرۍ څخه د ملاتړ د ادعا ، د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ او د تهران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو په زمینې کښې د اندیښنې د القاع کولو په شان موضوعګانو سره تعقیب شوي دي .
په دغه پړاو کښې هم د رسنیو لخوا د ایران پرضد د تورونو د لګولو د یوه (۱) نوي سناریو تکرار کتونکي یوو چې د امریکا د پولیټیکو (Politico)مجلې په جعلي راپور کښې مطرح شوي دي .
د امریکا پولیټیکو مجلې په خپلې نوي ګڼې کښې د امریکا د استخباراتي سرچینو او د واشنګټن حکومت ته د نږدې چارواکو په قول ادعا کړي وه چې ایران په جنوبي افریقا کښې د امریکا د سفیر د وژلو هڅه کوي .
دغه سناریو غالبا د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د فکر د کوټو یوه(۱) پایله ده .
د دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په یولسمه(۱۱) نیټه هم د امریکا یوه(۱) لوړرتبه چارواکي د کوم سند او مدرک له وړاندې کولو پرته ادعا کړي وه چې ایران له یوشمیر عواملو په استفادې کولو سره په امریکا کښې د سعودي عربستان د سفیر د وژلو هڅه کوله داسې ادعا چې له سخت اعتراض سره مخ شوه او ایران ملګروملتونو ته په یوه(۱) لیک کښې د نړیوالو ادارو له لارې د دغه موضوع د تعقیبولو غوښتنه وکړه .
د امریکا دغه ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږي چې سندونه وايي ډیرې ترهګرې ډلې امریکا په خپله جوړې کړي دي .
د امریکا چارواکو منلي ده القاعده او نورې ډیرې ترهګرې ډلې د اسرائیلو او د امریکا جاسوسۍ ادارو جوړې کړي دي چې له هغوی څخه د خپلو لاسوهونکو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره ګټه پورته کړي .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تیرې دوشنبې ورځ دغه ادعا ته په غبرګون کښې ډاګینه کړه دا امریکا او په سپینې ماڼۍ کښې اوسنی رژیم دی چې په تیرو کلونو کښې یې د استخباراتي او د پوځي لاسوهنو ، د ټرور د لسګونو پلانونو د اجرا او طراحې په شمول له منلو شویو نړیوالو رودو څخه د وتلو ، له ډیرو نړیوالو موافقو د وتلو ، د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا په خلاف ورزۍ کولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې د سرلوړي قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د ناځوانمردانه ټرور په شان اقدامات ترسره کړي دي او واشنګټن په نړیوال ډګر کښې په یوه (۱)سرغړونکي رژیم بدل شوی دی .
د ایران اسلامي جمهوریت هماغه ډول چې په ځلونو یې ویلي دي په ټولو سویو به د قاسم سلیماني د بزدلانه او د مجرمانه ټرور په ارتباط نړیوالې حقوقي تعقیبونې ته دوام ورکړي او ایران دغه ټرور نه بښي او نه یې هیروي .
د امریکا په رسنیو کښې خپور شوی مغرضانه او هدفمن راپور له بل اړخ څخه هم د پام وړ دی .
تیر وخت ته کتنه د دې ښودنه کوي چې امریکا او ځینې اروپايي هیوادونه چې په نړۍ کښې د رواني فضا جوړونو او د صحنو په رامینځته کولو کښې اوږده مخینه لري په حساسو سیاسي پړاونو کښې سیاسي هدفونو ته د رسیدا او د جعلي کړکیچونو د رامینځته کولو لپاره له رسنیو سیاسي استفاده کوي .
په دغه پړاو کښې هم د سیمې بدلونونو او د امریکا له یواړخیزپالنې سره زیاتیدونکو مخالفتونو او دغه راز د واشنګټن د انتخاباتي سیالیو په فضا کښې په امریکا کښې د ولسي اعتراضونو په خونړي ډول ځپلو ته په پام سره د سیاسي فضا د بدلولو لپاره د رسنیو لخوا فضا جوړونه له انتظاره لیرې نه ده .
په تیره بیا دا چې په امریکا کښې د انتخاباتو د سیالیو مخینه د دې ښودنه کوي چې له دا ډول فضا جوړونو څخه د واکمن ګوند لخوا په عمومي افکارو د اغیز د شیندلو او د انتخاباتو په سیالیو کښې د اوزار په توګه استفاده کیږي .
هماغه ډول چې د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل د امریکا د پخواني ولسمشر جارج بوش په حکومت کښې د دغه هیواد جنګ غواړو چارواکو له زر باور کونکو خبریالانو استفاده وکړه چې د عراق په خلکو اوه (۷) ټریلیونه ډالره جنګ خرڅ کړي یعني د عراق په ولس دغه جنګ وروتپي او اوس هم دوباره د دغه کار د تکرارولو په حال کښې دي او له پولیټیکو(Politico) مجلې د دروغو د خپرولو لپاره استفاده کوي .
د امریکا رسنۍ دې باید هوښیاره ووسي چې سیاستوالان یې استعمال نکړي .