په ایران کې په کروناککړ۳لکه ۵۵زره کسان ښه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93018-په_ایران_کې_په_کروناککړ۳لکه_۵۵زره_کسان_ښه_شوي_دي
له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې یوسل څلور څلویښت ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی،چې تر دې دمه په درست ایران کې دکرونائي بحران ټول قربانیان درویشت زره نهه سوه دوه پنځوسو ته زیات شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2020 10:51 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کروناککړ۳لکه ۵۵زره کسان ښه شوي دي

له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې یوسل څلور څلویښت ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی،چې تر دې دمه په درست ایران کې دکرونائي بحران ټول قربانیان درویشت زره نهه سوه دوه پنځوسو ته زیات شوي دي

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د روغتیائی چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري  نن په هیواد کې په کرونا دککړو کسانو د وروستیو احصایو په باب وئيلي دي ، د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس ، په تیرو شواروز کې په درست ایران کې په کروناویروس ککړ نور درې زره نهه څلویښت کسان پيژندل شوي دي .

 میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې په کوویډ-۱۹ناروغۍ د ککړو کسانو شمیر څلور لکه شپاړس  زره یو سل اته نوی تنو ته زیات شوی ،ووئيل له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې یوسل  څلور څلویښت ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی،چې تر دې دمه په درست ایران کې دکرونائي بحران ټول قربانیان درویشت زره نهه سوه دوه پنځوسو ته زیات شوي دي

 په عین حال کې تر دې دمه په د رستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر څه دپاسه دیرش میلیونو ته رسیدلی چې له دوي  لږترلږه  نهه لکه  یوپنځوس زره  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او  څه  دپاسه دوه ویشت میلیون  ککړ کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .