محمد جواد ظريف:
د امريکې بنديزونه د روغتيائي ترهه ګرۍ نمونه ده
د ايران خارجه وزير د کورونا د خپرېدو بحران ته د تهران د ځواب څه رنګوالي باندې د امريکې د بنديزونو منفی تاثير ته په اشارې سره د واشنګټن دا ډول اقدامات د روغتيائي ترهه ګرۍ نمونه وبلله.
محمد جواد ظريف رشياټوډې خبري چېنل سره په مرکه کښې چې پرون خپره شوه د بشر دوستانه څيزونو د نه بائيکاټ په اړه د امريکې د ادعاګانو په دروغ بللو سره واضحه کړ، د ايران د تېلو د صادراتو په لار کښې د خنډ اچولو لپاره د امريکې کوششونو د کورونا له بحران سره د مقابلې لپاره د تهران توانمني محدوده کړې ده.
ظريف د کورونا د بيمارۍ خپرېدو او له دغه ناپېژندل شويو وائرسو سره د مقابلې لپاره د ټولو هېوادونو د ملګرتيا ضرورت ته په اشارې سره وويل، امريکې د ايران د تېلو د صادراتو په مخنيوي سره د تهران مالي سرچينې محدودې کړې او حتی د درملو د اخېستلو لپاره خپلو پېسو ته د ايران د لاسرسائۍ مخنيوے کوي.
د ايران خارجه وزير زياته کړه، امريکه حتی د کوئيډ نولس او اېنفلواېنزې د وېکسينونو د حاصلولو لپاره د روغتيا نړيوالې ادارې ته د ايران د پېسو د منتقلولو خنډ کيږي.
ظريف د ايران د وسلو د بنديزونود تمديد لپاره د امريکې د کوششونو په باره کښې هم وويل: له واشنګټن سره د امنيت د شورا د غړيو مخالفتونه د امريکې لپاره يوه مهمه ډېپلومېټکه ماتې وه چې دا موضوع نه يوازې د ايران لپاره بلکه د نړيوالې ټولنې او د قانون د واکمنۍ لپاره هم يوه مهمه کاميابي ګڼل کيږي
د ايران خارجه وزير د تعلقاتو د ټينګولو په اړه له اماراتو او بحرېن سره د صهيونېسټ رژيم د وروستۍ موافقې په باره کښې د يوې پوښتنې په ځواب کښې وويل، کلونه اوشول چې د اسرائيلو او اماراتو ترمېنځ پټ ارتباط لرۀ او اوس هم دغه تعلقات د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له ډونالډ ټرمپ سره د مرستې په هدف سره په ډاګه شوي دي.
ظريف دې ته په اشارې سره د فارس خليج هېوادونه په پېسو سره د امنيت د اخېستلو کوشش کوي او د فلسطينانو د حقوقو او آئيډيالونو ملاتړي نه دي زياته کړه، دوي پکار دے د خپل رواوالي لپاره په خپلو خلقو تکيه ولري او د خپل امنيت لپاره هم پکار د ے په خپلو ګاونډيانو بروسه ولري.