د پاکستان پوځيان په قره باغه سیمه کښې نه جنګیږي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خارجه وزارت ویاند حفیظ چوهدري پرون په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ویلي یې وو د اسلام اباد عسکر په نوګورنو قره باغ سیمه کښې د ارمنستان د عسکرو پرضد د اذربایجان جمهوریت د عسکرو په څنګ کښې جنګیږي .
د هندوستان په ټایمز اف اینډیا او نورو رسنیو کښې څو ورځې وړاندې یو(۱) راپور خپور یو چې ادعا یې کړي ده د پاکستان لومړي وزیر عمران خان قره باغ لانجمنې سیمې ته خپل عسکر استولي دي چې په اګدام سیمه کښې د ترکیې او د اذربایجان له عسکرو سره یوځاي د ارمنستان د پوځيانو پرضد جنګ وکړي .
بل خبر دا چې په قره باغ لانجمنې سیمې کښې د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت عسکرو د شپږمې (۶)ورځې لپاره له یوبل سره سختګ جنګونه کړي دي .
د ارمنستان دفاع وزارت وویل د دغه هیواد عسکرو پرون د اذربایجان جمهوریت دوه(۲) هیلي کوپټرونه او درې (۳) بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي دي .
په عین حال کښې د اذربایجان جمهوریت دفاع وزارت هم د ماداګیز سیمې په خوا کښې د ځینو لوړو سیمو د ازادولو او د جبرائیل او د فضولي سیمو په لور د خپلو عسکرو د پرمختګ خبر ورکړ .
دغه راز په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل په قره باغ سیمه کښې د جنګ دوام او د تکفیري ترهګرو شتون سولې او امنیت ته ګواښ کوي .
هغه وویل د ځمکنۍ بشپړتیا احترام ، د جنګ سمدستي بندول او سیاسي خبرې د قره باغ سیمې د شخړې د حل اصلي لاره ده .
حسین امیر عبداللهیان وویل د ایران د سرحدونو په کامل ډول د امنیت ساتل د تهران مهم لومړیتوب دی او ایران په دې هکله له هیڅ هیواد سره تعارف نلري .