د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93379-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د ایڼترنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2020 07:46 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د ایڼترنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي  سلاکار ډاکټر علي اکبر ولایتي له کیهان ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د اذربایجان نیواکي سیمې باید خالي شي او مسله  پوځي حل لاره نلري .

د افغانستان چارواکو په هیواد کښې د هدفمنو وژلو په دوام د اندیښنې په ښودلو سره وویل یوازې په یوه (۱) ورځ کښې کابو څلور(۴) نامتو شخصیتونه د ترهګرو په لاس ووژل شول .

صهیونیسټ رژیم د روان میلادي کال په  نهو (۹) میاشتو کښې د فلسطینیانو څلور سوه پنځوس(۴۵۰) کورونه او مرکزونه وران کړي دي او له کبله یې پینځه سوه درې(۵۰۳) کورنۍ کډوالي شوي هم دي .

د ویلو ده چې صهیونیسټ نیواکګران هره ورځ د فلسطین د خلکو پنځوس(۵۰) کورونوه ورانوي .

کیهان ورځپاڼه زیاتوي د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په قره باغ سیمه کښې د ستومانه کونکي جنګ په هکله په خبرداري سره وویل دغه جنګ د نړۍ او د سیمې امنیت په خطر کښې اچولی شي .

د صهیونیسټ رژيم د جنګ پخواني وزیر اویګدور لیبرمین په یوې (۱) مرکښې کښې خبرداری ورکړی لومړی وزیر نتانیاهو هیواد د کورني جنګ په لور بیايي .

د سوریې ولسسمشر بشار اسد وویل ترهګرو د امریکا او د بریتانیا او د دوې د ملګرو نیغ په نیغه ملاتړ سره نیت درلود د هیواد ښارونه ونیسي .

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع له صهیونیسټ رژیم سره د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د اړیکو سندونه نندرې ته وړاندې کړل .

په کورونا ویروس د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ککړیدا د یوې(۱) اونۍ له تیریدا سره سره د دغه هیواد طبي ډله او رسنۍ د هغه د جسمي حالت  د ښه کیدا په هکله ګډوډ خبرونه خپروي .

د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې میرمن نانسي پیلوسي په دې زمینه کښې د ولسمشر ټرمپ په طبي ډلې غږ وکړ چې د اعتماد وړ اطلاعات خپاره کړي .

 کیهان ورځپاڼه بیا لیکي د انګلستان د بیا کتنې محکمې د وینزویلا د یو (۱)میلیارډ ډالرو په ارزښت د سرو زرو ( طلا) زیرمو د بیرته سپارلو په دوسیې کښې د پخوانې محکمې د حکم په لغو کولو سره د دغه هیواد د قانوني حکومت په ګټه نوی حکم صادر کړ .

()

خوږو دوستانو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

د کویت نوي امیر نواف الاحمد الجابر الصباح د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له لومړي وزیر« محمد اشتیه» سره په کتنې کښې په ټولو نړیوالو ټولنو کښې د فلسطین له ایډیل څخه په ملاتړ کښې د کویت په ثابت دریځ ټینګار وکړ .

په نیواکي فلسطین کښې د امریکا سفیر ډیویډ فریډمین ادعا وکړه جوبایډن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بریالیتوب په بڼه کښې د ایران په وړاندې د واشنګټن سیاست په دې ډول بدلوي  کوم چې د صهیونیسټ رژیم او د فارس خلیج د عربو هیوادونو په تاوان دی .

د عراق د کورنیو چارو پخواني وزیر باقر الزبیدي د پخواني دیکتاتور صدام حسین د مرستیال  عزت الدوري لخوا په دغه هیواد کښې د پوځي کودتا د احتمال په هکله خبرداری ورکړ .

د قطر الجزیرې ټیلي ويژن د یوه(۱) مستند فیلم په خپرولو سره د ترکیې او د یوشمیر عربو هیوادونو پرضد  په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کښې له دروغو د ډکول خبرونو د دودولو لپاره د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان له مادي امکاناتو د استفادې له لارې په اینټرنیټ کښې د ریاض او د ابوظهبۍ د اقداماتو خبر ورکړ .

عمان سوریې ته خپل سفیر بیرته واستوه او په دې ډول د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا د غړیو هیوادونو لومړنی سفیر «ترکي محمود البوسعیدي » په دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال کښې د سوریې د کړکیچ له پیلیدا وروسته اوس   عمان ته ورستون شوی دی  .

د شمالي کوریا د واکمن ګوند ارګان « روډونک سینمون» ورځپاڼې په یوه (۱) راپور کښې د کارګرانو د واکمن ګوند د جوړیدا د کلیزې د مراسمو د ترسره کیدا په درشل کښې د دغه هیواد له مشر کیم جون اون سره  د خلکو د وفادارۍ غوښتنه وکړه .

رسنیو د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې د روسیې او د ترکیې د عسکرو ترمینځ د نښتې خبر ورکړ .

 اطلاعات ورځپاڼه لیکي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع د  هیواد  په جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځي ګډون او د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو له تیریګرو سره د دغه رژیم د ملګرتیا کولو  خبر ورکړ او ویې ویل مونږ په دې هکله  ثبوتونه لرو .

د عراق په بین الحرمین کښې  د حسیني اربعین په زرګونو زیارتوالو په هیواد کښې د مقاومت د ولسي او ملي ډلې الحشد الشعبي  د درنښت او د ملاتړ لپاره د الحشد الشعبي ځواک تر ټولو اوږد بیرغ په اوږو یوړه .

د کربلا سپیڅلي ښار خلکو هم د داعش ډلې پرضد د مقاومت د شهید شویو قومندانانو حاج قاسم سلیماني او د شهید ابو مهدي المهندس په ملاتړ کښې لاریون وکړ .

 اطلاعات ورځپاڼه زیاتوي د افغانستان د لغمان د والي د ګاډو په کاروان باندې ځان وژونکي حملې کښې یولس (۱۱) کسان وژل شوي او څه د پاسه دیرش (۳۰) نور ژوبل شوي دي .

د ترکیې پولیسو د استخباراتي ادارې په ملګرتیا سره په انکارې کښې په عملیاتو  کښې په داعش ترهګرې ډلې کښې د غړیتوب په تور پینځویشت (۲۵) خارجي وګړي ونیول .

بلومبرګ خبري اژانس په یوه(۱) راپور  کښې ولیکل د سعودي عربستان په حکومت د نیوکه کونکي خبریال جمال خاشقچي وژله  چې په دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال کښې په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې رامینځته شوي وه   د تجارت په شمول په بیلابیلو حوزو کښې د ریاض او د انقرې د اړیکو د خرابیدا سبب شوي ده  .

صهیونیسټ رژیم نیت لري له نیواکي سیمو اروپا ته د سعودي عربستان د صادراتي تیلو د انتقالو لپاره د نل لیکې د جوړولو پلان مطرح کړي .

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په لومړي وزارت د ګمارل کیدا له څو میاشتو  تیریدا وروسته په لومړنۍ(۱) ټیلي ويژني وینا کښې د خپل حکومت د کړچارونو په هکله توضیح ورکړ او ویې ویل مونږ له ایران سره ښې اړیکې لرو .

()

خوږو ملګرو اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره کوېټ او قطر ته د ولسمشر غني سفر او د سولې روانو خبرو اترو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.

()

مسیر ورځپاڼې قطر ته د یو پلاوي په مشرۍ د ولسمشر غني سفر ته اشاره کړې او  ویلي يې دي  چې ولسمشر غني په یوه مهم وخت کې دوحې ته تللی، ځکه په خبره ‌یې له یوه اړخه د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ دي او له بله اړخه امریکا هڅه کوي چې دا خنډ او ځنډ له‌منځه یوسي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا سفر له دې امله مهم دی چې خلیلزاد په دوحه کې دی او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان هم دوحې ته ورغلی او ښکاري چې په دوحه کې به ولسمشر غني ته یو(ض) واضح پیغام ورکړل شي.

()

دنیا ورځپاڼې قطر ته د ولسمشر غني د سفر په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې ادعا شوې چې ولسمشر غني کوېټ او دوحې ته د دې لپاره نه‌دی تللی چې د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب رول ترسره کړي.

بلکې په باور یې چې هلته د دواړو ټیمونو د خبرو له پوره جزئیاتو او په ټول  کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د ځان خبرولو لپاره تللی.

()

هشت صبح ورځپاڼې بیا پر حکومت انتقاد کړی چې خپل ټول تمرکز یې په سولې کړی او د حکومت نورې چارې او مسؤلیتونه ترې پاتې دي.

د لیکوال په خبره، دا معلومه ده چې د سولې خبرې مهمې  دي  خو په وینا یې چې د حکومت نور اړین کارونه هم باید څنډې ته نه‌شي.

وړاندې تنده نیوکه شوې چې د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو اوه (۷) میاشتې تېرېږي، خو ولسمشر تر اوسه نوې کابینه نه‌ده بشپړه کړې او لا هم وزارتونه د سرپرستانو له‌خوا اداره کېږي.

بله موضوع  چې ورځپاڼې د انتقاد په ډول رااخیستي ده  د ناامنۍ مسئله ده.

ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې نا امني خپل اوج ته رسېدلې او طالبانو خپل فعالیتونه زیات کړي او د دې ترڅنګ د جنايي جرمونو زیاتېدل هغه څه دي چې ورځ تر بلې په پراخېدو دي.

()

هېواد دولتي ورځپاڼې کویت هیواد ته  د ولسمشر وروستي سفر با اهمیته بللی او لیکلي دي چې ښاغلی غنی به په دې سفر کې له نږدې د مذاکراتو لړۍ وارزوي او د کوربه هیواد کویت  او نورو هېوادونو په منځګړیتوب ژر یوه (1)مثبته پایله چې اوربند دی ورکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ولسمشر غني به په ټول زور او د درېیمګړو په مرسته د سولې د مذاکراتو د پیل او یوې(1) مثبتې خوا ته د خوځښت لپاره هڅې وکړي.

()

قدرمنو دوستانو  ورځپاڼو ته کتنه  په همدې ځاې پاې ته ورسید له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .