ايران به تل د افغان ملت او حکومت ترڅنګه وي
(last modified Mon, 19 Oct 2020 11:20:19 GMT )
Oct 19, 2020 15:50 Asia/Kabul
  • ايران به تل د افغان ملت او حکومت ترڅنګه وي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په افغانستان کښې د صلحې، ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره له ترسره شويو هلوځلو څخه په ملاتړ سره وويل، د ايران ملت او حکومت تل د افغانستان د ملت او حکومت ترڅنګه وو او وي به.

ډاکټر حسن روحاني نن په تهران کښې د افغانستان د ملي مصالحتي عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کتنه کښې په افغانستان کښې د صلحې او ثبات د ټينګښت لپاره د هلو ځلو کاميابۍ ته د هيلې به څرګندولو يادونه وکړه، مهمه دا چې د دغه هېواد خلق د کلونو کلونو جنګ جګړو وروسته د خپلو کاميابيو د ساتنې لپاره يوې حقيقي صلحې ته اورسيږي او د دغه مشکل د هواري لار هم د افغانانو ترمېنځ سياسي خبرې اترې او مذاکرات دي.

ولسمشر روحاني د دې په بيانولو سره چې په افغانستان کښې د يو تيريګر هېواد په توګه د امريکې مداخلت او شتون د افغانستان د خلقو له غوښتنې او نظر سره سمون نه خوري واضحه کړه، د امريکې حکومت چې په سيمه او نړۍ کښې يې په خپلو سياستونو کښې ماتې خوړلې ده او څه کاميابي يې نه ده ترلاسه کړې په افغانستان کښې د صلحې له خبرو اترو څخه د انتخاباتي ګټې اوچتولو په تکل کښې ده.

د ايران ولسمشر په دوام کښې په راتلونکو ورځو کښې د خواف – هرات د رېل پټلۍ پرانېستې ته په اشارې سره د ايران او افغانستان د رېلوے پټليو نښلېدل د دواړو هېوادونو د اقتصادی او تجارتي ملګرتياو د مضبوطېدو سبب وبلل او زياته يې کړه، ايران چمتووالے لري چې افغانستان ته د ګېسو او تېلو پائپ لائن په غزولو سره له دغوانرجيو څخه د دغه هېواد د خلقو د استفادې امکان رامنځته کړي.

عبدالله عبدالله هم په افغانستان کښې د پائېدارې صلحې او امنيت د ټينګښت لپاره د هلو ځلو او بدلونونو په باره کښې د ايران د دريځونو په قدرونې سره هيله څرګنده کړه، د ايران په ملاتړ او دريځونو سره د افغانستان د صلحې خبرې اترې او په دغه هېواد کښې د امنيت او آرامښت ټينګښت نتيجې ته اورسي.

د افغانستان د ملي مصالحاتي عالي شورا مشر همدارنګ په دغه هېواد کښېد جنګ جګړو د اوږدو کلونو په دوران کښې له افغان مهاجرينو څخه د ايران د کورباتوب قدرونه وکړه او زياته يې کړه، تهران ته په سفر کښې د ايران له چارواکو سره ښې ليدنې کتنې او خبرې اترې اوشې او په مختلفو برخو کښې د دواړو هېوادونو ترمېنخ موافقې به هم تعقيب شي.