په ایران کې ۳۳۵نور ککړ کسان د کرونا قرباني شول
په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر تر دې دمه څه دپاسه دوه څلویښت میلیون تنو ته زیات شوی چې له دوي کابو یو میلیون یو لک پنځوس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز څه دپاسه یو دیرش میلیون ککړ کسان په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د روغتیائی چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس دککړو شمیر په باب وئيلي دي ، د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې په درست ایران کې په کرونا ویروس نور پنځه زره اته سوه څوارلس ککړ کسان پيژندل شوي ، چې له دوي دوه زره یو سل اویا تنه بستري شوي دي .
میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې تر دې دمه په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه لکه دوه شپیته زره اوه سوه تنو ته رسیدلی دی ، زیاته کړې ، له بده مرغه په تیر شواروز کې په کروناویروس ککړو درې سوه پنځه دیرشو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې په ټول کې تر دې دمه په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر دوه دیرش زره درې سوه شلو تنو ته زیات شوی او همداراز تر دې دمه په درملنې پسې څلور لکه پنځوس زره نهه سوه ککړ کسان ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .