د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران هم د فرانسې د ولسمشر سپکاوې وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93790-د_اسلامي_انقلاب_سپاه_پاسداران_هم_د_فرانسې_د_ولسمشر_سپکاوې_وغنده
 د ایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک اسلامي مقدساتو ته د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون سپکاوې غندلې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2020 03:59 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران هم د فرانسې د ولسمشر سپکاوې وغنده

 د ایران د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک اسلامي مقدساتو ته د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون سپکاوې غندلې دی.

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران پرون په یوه خبرپاڼه کښې ویلي دي: د سلطې د نظام او صهیونیسټ واکمنان به دا توان ونه لري چې کړکیچ ځپلې او بشریت ضده لویدیځ، په خپله له جوړې کړې جبې وژغوري او بې شکه چې په نزدې راتلونکي کښې د فرانسوي مصنوعاتو له بندیز او میداني اعتراضونو په وتلو سره باید له اسلامي امت څخه د مناسبو ځوابونو د ترلاسه کولو په تمه ووسي.

د سپاه پاسداران په بیانیه کښې راغلي دي: له اسلام سره د فرانسې د دښمنۍ وروستۍ شیطاني ډرامه په لویدیځ کښې په تیره بیا په اروپا کښې د بیان د تش د نامې آزادۍ په بیرغچي هیواد کښې د ستر تناقض بیانونکې ده چې د اسلام د پراختیا او د اسلام مبین دین او د رسول ا... مبارک تعلیماتو ته د لویدیځو ښاریزو د ګروهنې د مخنیوي په ډګر کښې د خپلو ماتو د پټولو لپاره رامینځته کیږي.