د وحدت او یووالی لپاره هرډول هڅه عبادت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93840-د_وحدت_او_یووالی_لپاره_هرډول_هڅه_عبادت_دی
د تهران ریډیو درست کارکونکی هم د حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه میلاد او د وحدت اونۍ په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکی وائي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2020 09:19 Asia/Kabul
  • د وحدت او یووالی لپاره هرډول هڅه عبادت دی

د تهران ریډیو درست کارکونکی هم د حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه میلاد او د وحدت اونۍ په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکی وائي

زمونږخبریال راپور راکړ یوه ستر دیني مرجع آیت ا... العظمي ناصرمکارم شیرازي داسلامی وحدت نړیوال کنفرانس ته  په یوه  ویډیوئي پیغام کې  چې د وحدت اونۍ په پيل سره نن پيل شوی ،  وئيلي دي ، د وحدت او یووالي لپاره هرډول هڅه عبادت دی او  د اسلامی وحدت نړیوال کنفرانس  د اسلامی نړۍ لپاره یو ډير مهم او اساسی کار دی .

 آیت ا.. مکارم شیرازي دغه نړیوال کنفرانس ته پخپل دغه ویډیوئي پيغام کې  د اسلامی وحدت دنړیوال کنفرانس ترسره کیدا  یو ډير مهم   ویاړ او نوښت وبالۀ .

Image Caption

 

 ناصر مکارم شیرازي  د وحدت او یووالي مخالفان ، سرزوري ، وهابیان ، لویدیځوال او صهیونیسټي رژيم بللی او ټينګار ئې کړی دی ،  د دوي کار  د اسلامی وحدت  مخنیوی او د درز اوتفرقې  رامینځة کول دي .

  دوي همداراز د وحدت پیغام  یو عقلاني پیغام او  اختلاف یو شیطاني پیغام بللی او وئيلي ئې دي ،  خلک د شیطاني پیغام په نسبت  اخلاقي پیغام لا زیات ښه ګڼي .

آیت ا... ناصر مکارم شیرازي زیاته کړې ، داسلامی تعلیماتو  په تیره بیا  د قرآني زده کړو په نظر کې په نیولو کې وحدت اویووالي ته رسیدا تر ټولو غوره او ښه لاره ده .

د اسلامی  وحدت څلور  دیرشم نړیوال کنفرانس نن  د اسلامی نړۍ د یو سل اوه شپیتو نړیوالو شخصیتونو په شتون سره  د ویډیوئي کنفرانس له لارې پيل شو  او د  ربیع الاول تر اولسمې نیټې پورې به دوام ولري .

د تهران ریډیو درست کارکونکی هم  د حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه میلاد او د وحدت اونۍ  په مناسبت د  نړۍ درستو مسلمانانو ته  د زړه له کومې مبارکی وائي

Image Caption
Image Caption
Image Caption