د ایران د ګائيډيډ بالسټیک توغندیو اټومیټیک سسټم افتتاح شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93973-د_ایران_د_ګائيډيډ_بالسټیک_توغندیو_اټومیټیک_سسټم_افتتاح_شو
سردار سلامی د ایران د اسلامی جمهوریت توغندوي قدرت د ایران د ملت د کلک هوډ له امله بللی او وئيلي ئې دي ، د ایران توغندي کله چې ویشتل کیږي ، نو د دښمن بدن په لړزا کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2020 10:19 Asia/Kabul

سردار سلامی د ایران د اسلامی جمهوریت توغندوي قدرت د ایران د ملت د کلک هوډ له امله بللی او وئيلي ئې دي ، د ایران توغندي کله چې ویشتل کیږي ، نو د دښمن بدن په لړزا کیږي .

 زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران دا سلامی انقلاب د سپاه پاسداران عمومی قوماندان سردار حسین سلامی نن د سپاه پاسدارانو د لر واټنه توغندیو ګائيډيډ سسټم د اټومیټیک پلیټ فارم  په مخ کتونکو دستورو کې  وئيلي دي ،دغه نوی بریا   دخپلې خوښې  وخت په ټاکونکي فاصلې سره د توغندیو په دوامدار ډول توغونې د وړتیا  په عنوان سره ده چې دغه ډول سسټم د عملیاتي او تاکتیکي پلوه ډير زیات ارزښت لري .

سردار سلامی د ایران د اسلامی جمهوریت  توغندوي قدرت  د  ایران د ملت د کلک هوډ له امله بللی او وئيلي ئې دي،د ایران توغندي کله چې ویشتل کیږي،نو د دښمن  بدن په  لړزا کیږي . 

Image Caption

 

 د ایران د سپاه پاسدارانو مومي قوماندان د ایران د توغندي سسټم ډاډمن توان د اسلامی جمهوری نظام  د حیات او دفاع  د دوام ضامن بللی او ورښانه ئې کړې ده،د ایران اسلامی انقلاب نن سبا د ودې،پراختیا ترقۍاوپر دښمنانو د غلبې  په حال کې دی،او له بل پلوه دښمنان دقدرت له ځوړتیا او لالهاندۍ سره مخامخ دي ،البته تر دې دمه  د دښمن ګواښونه هماغه راز په خپل ځاي دي .

سردار حسین سلاميد ایران دملت او داسلامی انقلاب په ضد د دښمنانو خباثتونو او دسیسو او دغه راز د ګواښونو په وړاندې د بشپړ او دومدار چمتووالي ضرورت ته ته په اشارې سره، د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک قوماندانانو ،مبارزانو او پرسنلو ته په خطاب کې ټينګار کړی،ستاسو لاسونه دې تل په لیندۍ وي ، ځکه دښمنان وخت په وخت د ګواښ ډنډورې اونغارې غږوي او باید دوي  پيزواني شی او پر دوي باید د اسلامی نظام  سټراټژيکه ،تاکتیکي،تخنیکي سلطه او نفسیاتي  دباؤ  ثابت کړو .