ټول هیوادونه دې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې اجماع ولري
Nov 06, 2020 04:24 Asia/Kabul
په ایران کښې د افغانستان سفیر له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ټولو هیوادونو د ګټې ملګرتیا او سیمه ایزې اجماع غوښتنه وکړه.
عبدالغفور لیوال بیګا ایران پریس خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل: په کابل پوهنتون باندې ترهګرې حملې د افغانستان او د ټولې سیمې خلکو ته یوځل بیا خبردارې ورکړ چې ترهګري په سیمې او نړۍ کښې یو ستر ګواښ دی.
تهران کښې د افغانستان سفیر ټینګار وکړ: د خلکو د امنیت او هوساینې د ساتنې لپاره له ترهګرۍ او تندلاریتوب سره د ګډې مبارزې په موخه د سیمې او نړۍ د هیوادونو ملګرتیا ضروري ده.
د ویلو ده چې درې وسله والو بریدګرو تیره دوشنبه د کابل پوهنتون ته په ننوتلو سره له چاودنې وروسته د دغه پوهنتون یوشمیر محصلین چلماري کړل چې له امله یې ۲۲ محصلین ووژل شول او له څلویښتو زیات نور زخمي شول.
ټیګونه