د ایران دشمال لویدیځ پولې هیڅ ډول خطره نه ګواښي
سردار حیدري په دې خبرې په ټينګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې په جیوپولیټیک حالاتو کې بدلون نه مني وئيلي دي ، د سیمې د جیو پولیټيک وضعیّت ساتل د ایران سره کرښه ده او هیڅ یو قدرت باید د سیمې په جغرافیې کې د بدلون په لټه کې نشي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران دپوځ د مځکني ځواک قوماندان سردار تورن جنرال کیومرث حیدري پرون په یولړ څرګندونو کې د ارمنستان او آذربایجان جمهوریت ترمینځ په قره باغ سیمې کې د نښتې په علت د رامینځةشوو اندیښنو په اړه دواړه لوري سوله ایزو خبرواترو ته بللي او وئيلي ئې دي ، ایران له هر دواړو ګاونډیو هیوادونو سره ډير مشترکات لري او د دواړو ګاونډیانو ته دایران سپارښتنه ، نړیوالو قوانینو ته احترام ، د نړیوالو پولو ساتل او د ديپلوماټيکو او سوله ایزو لارو د ځپل مینځیو مشکلاتو حل کولو ته مخه کول دي .
سردار حیدري په دې خبرې په ټينګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې په جیوپولیټیک حالاتو کې بدلون نه مني وئيلي دي ، د سیمې د جیو پولیټيک وضعیّت ساتل د ایران سره کرښه ده او هیڅ یو قدرت باید د سیمې په جغرافیې کې د بدلون په لټه کې نشي .
د ایران دپوځ دمځکني ځواک قوماندان،په سرحدي سیموکې دپوځ د یونټونو له دیره کولو اصلی موخه د هیواد سرو کرښو پهتوګه د پولو دحریم ساتل بللي او وئيلي ئې دي ، پوځ د ایران د ولس تر څنګ په شتون سره د دوي امنیت او آرامښت تامینوي .