ايران د شانګهائي د غړيو بېخ بنائي ضرورتونه پوره کولې شي
(last modified Tue, 10 Nov 2020 13:11:28 GMT )
Nov 10, 2020 17:41 Asia/Kabul
  •  ايران د شانګهائي د غړيو بېخ بنائي ضرورتونه پوره کولې شي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ښۀ ګاونډيتوب په پياوړتيا، د اعتماد په رامنځته کولو او له ګاونډيانو سره په خبرو اترو کښې د تهران اصولي سياست ته په اشارې سره وويل: ايران د اېشيا په لويديځ کښې د يوې مواصلاتي لوې لارې په توګه د سيمې او د شانګهائي تنظيم د غړيو هېوادونو د زياترو بېخ بنائي ضرورتونو د پوره کولو توان لري.

ډاکټر حسن روحاني نن د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د  غړيو هېوادونو په شلمه سرمشريزه غونډه کښې چې د ويډيو کانفرنس له لارې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پيوټن په کورباتوب اوشوه د کوئيډ  ۱۹ نومې خپرېدونکې بيمارۍ سره د مقابلې لپاره د منسجمې تګلارې د غوره کولو ضرورت ته په اشارې سره وويل، ايران د شانګهائي غړيو هېوادونو ته له کورونا سره په مبارزه کشې د خپلو تجربو شريکولو ته چمتو دے.

ولسمشر د دې په بيانولو سره چې پائېدار امنيت يوازې د ملګرتيا، مشارکت او صلحې له لارې ترلاسه کېدې شي واضحه کړه، ايران به له ترهه ګرۍ، تندلاريتوب او د نشه ايزو موادو له قاچاق سره د موثرې مقابلې لپاره له خپلو انډيوالانو او د شانګهائي د ملګرتيا له تنظيم سره ملګرتيا ته دوام ورکړي.

ډاکټر روحاني همدارنګ د فوځي نښتو د ختمولو او د لانجې د ډېپلومېټک هواري د بهير شروع کولو لپاره د باکو او ايروان د چارواکو په وروستۍ فېصلې د خوښۍ په څرګندولو سره يادونه وکړه، ايران د تاوتريخوالي او اختلافاتو د کمولو او په سيمه کښې د پائېدارې او عادلانه صلحې، امنيت و ثبات د ټينګښت لپاره د هر ډول هلو ځلو هرکلے کوي.

روحاني په دوام کښې د دې په بيانولو سره چې ډېر زر به د کېسپيئن سمندر په څنډه کښې د رشت او انزلي بندر د ريلوې لائن په بشپړه کېدو سره د شمال جنوب کورېډور ريلوې لائن له واقعت سره وګنډل شي زياته کړه، په راتلونکو څو هفتو کښې د خواف – هرات د رېل پټلۍ پرانېسته آزادو اوبو، اروپا او د ايران او سيمې د هېوادونو بازارونو ته د کم بيه لاسرسائۍ لپاره له افغانستان او د مرکزي اېشيا له هېوادونو سره يو ډېره ارزښتمنه مرسته ده.

ولسمشر روحاني همدارنګ په دې باندې په تاکيد سره چې د امريکې انتخاباتو وښودله چې نه يوازې نړۍ بلکه د امريکې خلق هم د خپل هېواد د اوسني حکومت له غلطو سياستونو څخه پوزې ته راغلي دي واضحه کړه، اوس په امريکه کښې د نويو منتخب شويو او مشرانو وار دے چې د خپل ملت پېغام په ښه ډول درک کړي او دا اراده دې د نورو هېوادونو او ملتو په اړه په خپل سياست کښې په بدلون سره عملي کړي.