له پاکستان سره د ایران خبرې ګټورې وې
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف د پاکستان له چارواکو سره خبرې ګټورې وبللې .
جواد ظریف بیګا وویل ما د پاکستان له چارواکو سره د سرحدي تجارت ، امنیت او دغه راز د تجارتي راکړو ورکړو په هکله مفصلې او ګټورې خبرې کړي دي .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف زیاته کړه ما د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي ، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا او لومړي وزیر عمران خان سره په کتنو کښې د سیمې د مسائیلو په تیره بیا د افغانستان او د اسلام ضد تعصباتو په شمول د نړیوالو موضوعګانو په هکله د غږملتیا په باره کښې د نظر تبادله کړي ده .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف پرون د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو او د اقتصادي او د تجارتي اړیکو د پراخولو او د سرحدي راکړو ورکړو د زیاتیدا په هکله خبرې وکړې .
جواد ظریف او عمران خان د تهران او د اسلام اباد د دوه اړخیزه او په افغانستان کښې د امنیت له ټینګولو سره د مرستې لپاره د نږدې ملګرتیا په شمول د سیمه ییز ثبات او د سولې لپاره د مشارکت په اهمیت ټینګار وکړ .