جولیانی د شیطان وکالت په غاړه اخیستې
(last modified Sat, 21 Nov 2020 12:49:50 GMT )
Nov 21, 2020 17:19 Asia/Kabul
  • جولیانی د شیطان وکالت په غاړه اخیستې

د ایران د اسلامي جمهوری د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرامپ شخصي وکیل رودي جولیاني ته د شیطان د وکیل عنوان ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ټوییټر پاڼه لیکي:  ممکن دی چي د امریکا ولس له دې څخه چي جولیاني د پیسو لپاره د یو ظالم، دروغجن او ټروریست څخه دفاع کوي حیران شوي وي خو د ایرانیانو لپاره دا کومه نوې خبره نه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه: جولیاني کلونه کیږي چي د شیطان وکالت په اړه اخیستې او د ترهګرو د جنایتونو د توجیه کولو له لاري پیسې تر لاسه کوي، هغه د ړنګېدو سره مخ دی.

ټرامپ په دې وروستیو کې خپل شخصي وکیل رودي جولیاني ته مسئولیت ورکړی چي د هغه ټول ټاکنیز شکایتونه مخ ته بوځي.

دا به داسي حال کې دي چي د امریکا د ولسمشریزو ټاکنه د نوومبر په دریمه کې تر سره شوه او د راپورونو له مځې جوبایدن د ۳۰۶ رایو په تر لاسه کولو د ټاکنو ګټونکی دی خو ټرامپ دغه خبره نه مني او د درغليو ادعا کوي.

رودي جولیاني د منافقینو د ټرهګري ډلي سره اړیکي لري او په غونډو کې یې برخه اخلي، د منافقینو ترهګري ډلي چي د امریکا او فرانسې له خوا حمایه کیږي تر اوسه ۱۷ زره ایراني وګړي یې وژلي دي.