د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .
د امریکا د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو د پایلو په هکله شکونه اوس هم دوام لري او له دې سره سره چې په میشیګان او جارجیا ایالتونو کښې د نتیجې د بیرته راګرځولو لپاره د ولسمشر ټرمپ اخري هڅو ماتي خوړلي ده خو د هغه پلویانو په اټلانټا ښار کښې په مظاهرو سره د انتخاباتو د غلا کیدا د بندیدا غوښتنه وکړه او په دې مینځ ومان کښې د امریکا د ولسمشر وکیل روډي جولیاني وویل ډیموکراټ ګوند رایې پټې کړي دي او د هغوې سرونه دې باید غوڅ کړې شي .
د نړۍ د بشري حقوقو دوو (۲) ارګانونو د بحرین د ال خلیفه رژیم لخوا د ملګروملتونو د ماشومانو د حقوقو د کنونسیون په خلاف ورزۍ کولو نیوکه وکړه او په هیواد کښې یې د ماشومانو د بندي کیدا او د شکنجه کیدا د موردونو د بندولو غوښتنه وکړه .
کیهان ورځپاڼه لیکي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ که چیرې د «قره باغ» سیمې د خبرو اترو په بهیر کښې کارړنګونې دوام ولري نو یوځل بیا په دغه سیمه کښې جنګ پیلیږي .
د امریکا ګڼ شمیر یهودیان له صهیونیسټ رژيم سره خپل هیڅ ګډ ټکي نه ویني او دغه کار تل ابیب د امریکا له یهودیانو سره د ساده اړیکو د ټینګولو لپاره له مشکل سره مخ کړی دی .
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزپ بوریل ومنله دغه اتحادیه په پوځي او دفاعي زمینه کښې کمزوري ده او د هغې دفاعي جوړښت هم له مینځه تللی دی .
پرون د افغانستان په پلازمینې کابل باندې درویشت(۲۳) راکټونه وویشتل شول او له کبله یې اته (۸) کسان وژل شوي او درویشت (۲۳) نور ژوبل شوي او کورونو او ډیرو ګاډو ته تاوانونه رسیدلي دي .
په سعودي عربستان کښې د «شل ډلې» غونډه په داسې حال کښې پیل شوي ده چې ریاض له یوې خوا د خپلې څیرې د ښه کولو کوشش کوي او له بلې خوا د بشري حقوقو ډلې هیله مندې دي دغه غونډه د ال سعود رژیم د غندلو لپاره په یوه(۱) ټریبون بدله شي .
کیهان ورځپاڼې زیاته کړي ده د متحده عربي اماراتو او بحرین رژیمونه د لبنان په خلکو او د دغه هیواد په حزب الله غورځنګ باندې د زیات دباو د راوستلو لپاره په رسمي او ښکاره ډول له صهیونیسټ رژیم سره یوځاې شوي دي .
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش خبرداری ورکړ چې یمن په تیرو څو لسیزو کښې د نړۍ د لوږې له ترټولو بد کړکیچ سره مخامخ دی .
«جان هاپکینز» پوهنتون په امریکا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو د شمیر په نوي کولو سره وویل په دغه هیواد کښې په یوه(۱) ورځ کښې یولک درې نوي زره (۱۹۳۰۰۰۰) کسان په کورونا ویروس ککړ شوي او په دغه هیواد او دنیا کښې یې نوی ریکارډ جوړ کړی .
کیهان ورځپاڼه بیا وايي د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون په خپل نوي لمسونکي اقدام کښې د دغه هیواد د مسلمانانو د ټولنې لپاره د پاریس د سیکولر حکومت د ارزښتونو د منلو لپاره الټي میټم وټاکه .
دفرانسې د کورنیو چارو وزیر هم وویل مونږ باید خپل بچیان د اسلام پالو له منګولو ازاد کړو .
د تیونس پخواني ولسمشر منصف المرزوقي د فلسطین د ملت حقوقو ته د احترام پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول غلط کار دی او په حقیقت کښې د عربو رژیمونه صهیونیسټ رژیم ته تسلیم شوي دي .
د ملګروملتونو د بشري حقوقو د سترې کمشنرۍ ویاند «راوینا شامداني» وویل د سوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې ترهګرې ډلې هماغه راز د بشري حقوقو خلاف ورزۍ کوي او خلک تښتوي او نیول شوي ملکي وګړي وژني .
()
ګرانو لوستونکو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .
د سوډان یوه(۱) پخواني ډیپلوماټ چې غوښتل نوم یې خپور نشي خرطوم ته د امریکا د یوه(۱) پلاوي د سفر لغو کیدا ته په اشارې سره وویل د دغه پلاوي د سفر لغو کیدل په سوډان کښې د سمندري اډې د جوړولو لپاره د روسیې د فیصلې له اعلان سره بې ارتباطه نه دی .
د اروپايي کمیسیون مشر « ارزولا فون ډرلاین »په یوه(۱) خبري کانفرنس کښې په ریاض کښې د شل ډلې د غونډې په هکله د دغه اتحادیې د دریځ په اړه وویل اروپا په عربستان کښې د بشري حقوقو او د ازادیو په مسلې سترګې نه دي پټې کړي او نه به یې پټې کړي .
د تیونس ولسمشر منصف المرزوقي په یو لړ څرګندونو کښې د فلسطین د ملت حقوقوته د ټولو اسلامي او د عربي هیوادونو د درنښت په اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل له اسرائیلو سره د اړیکو ټینګول غلط کار دی او په حقیقت کښې د عربو رژیمونو صهیونیسټ رژيم ته تسلیم شوي دي .
اطلاعات ورځپاڼه لیکي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش خبرداری ورکړ که چیرې سمدستي اقدامات ترسره نشي د یمن په میلیونونو خلک وژل کیږي .
هغه وویل یمن همدا اوس په نړۍ کښې له ترټولو بدې قحطۍ سره مخ دی .
د عراق د ګډو عملیاتو د قومندنۍ ویاند الخفاجي وویل له واشنګټن سره د موافقې پراساس د امریکا د عسکرو لومړۍ(۱) ډله له عراق څخه وتلو ته چمتو کیږي .
د امریکا د ورمونټ ایالت د مشرانو جرګې غړي سیناتور «بیرني سینډرز» د انتخاباتو په هکله د ولسمشر ټرمپ له ادعاګانو سره د ریپبلیکن ګوند په یوځاې کیدا باندې نیوکې سره وویل ریپبلیکن ګوند نور یو(۱) سیاسي ګوند نه دی بلکې په یوې (۱) فرقې بدل شوی دی .
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل په کابل باندې په راکټي بریدونو کښې اته(۸) کسان وژل شوي او یودیرش (۳۱) نور ژوبل شوي دي .
اطلاعات ورځپاڼه زیاتوي د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف وویل د ایران اسلامي جمهوریت د اذربایجان جمهوریت دوست او ورور هیواد دی .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ ملاتړو په جارجیا ایالت کښې مظاهرې وکړې او د انتخاباتو د غلا کولو د مخه د نیولو شعارونه یې ورکړل .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل که چیرې امریکا خپلو ژمنو ته بیرته ورستنه شي نو ایران هم په اټومي تړون کښې خپلو ژمنو ته ورستنیږي .
د عراق عصائب اهل الحق ډلې وویل یوازې د امریکا د عسکرو د وتلو په بڼه کښې خپلې وسلې په ځمکه کیږدوو .
اطلاعات ورځپاڼه بیا لیکي د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرضد اعتراض کونکو په تل ابیب کښې د مظاهرو په وخت هغه(نتانیاهو ) په نیواکي فلسطین کښې یوې(۱) ویروسي ناروغۍ ته ورته وباله چې باید جرړه یې وویستل شي .
د اسرائیلو اعتراض کونکو د نیواکي فلسطین په بیلابیلو سیمو کښې په مظاهرو سره د لومړي وزیر نتانیاهو د استعفا ورکولو غوښتنه کړي ده .
د سوریې په خارجه وزارت کښې یوې (۱) سرچینې وویل دمشق د جولان په نیواکي لوړو کښې د صهیونیسټ رژیم په یهود میشته ښارګیو کښې د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو شتون په کلکه غندي .
او د ترکیې پارلمان اذربایجان جمهوریت ته د عسکرو د استولو لایحه تصویب کړه .
()
د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو اوس به د کابل چاپ د ورځپاڼو ځینو مهمو سرټکو ته کتنه وکړو .
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په کابل د تېرې ورځې د راکټي بریدونو او کاندید وزیرانو ته د ولسي جرګې د باور رای د ورکړې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
()
مسیر ورځپاڼې لیکلي چې د تېرې ورځې په راکټونو کې ملکیان په نښه شول او دا یو(1) ظالمانه کار و او خلکو ته یې د نجیب الله د حکومت د وروستیو کلونو یاد ور تازه کړ.
په سرمقاله کې راغلي، له هغه وخت راکټي بریدونو سره د اوسنیو راکټي بریدونو توپیر په دې کې دی چې هغه وخت کې به ډلو د دا ډول بریدونو مسؤلیت مانه، خو اوس یې په ښکاره څوک نه مني.
په سرمقاله کې یادونه شوې، حکومت د بریدونو مسؤلیت پر طالبانو اچوي خو هغوی( طالبان ) یې ردوي داعش ډله د بریدونو مسؤلیت مني، د لیکوال په اند دا ډول بریدونه د نورو وسله والو ډلو کار دی خو نوم يې نه اخلي.
تېره ورځ په کابل کې له دوو موټرو ٢٤راکټونه وتوغول شول چې اته (8)تنه یې ووژل او له ٣٠ زیات یې ټپیان کړل.
()
هشت صبح ورځپاڼې، کاندید وزیرانو ته د ولسي جرګې له لوري د باور رای د ورکړې په اړه تبصره کړې ده.
په سرمقاله کې راغلي تېرو دوه(2) ځلي انتخاباتو د افغانستان سیاسي فضا دوه(2) قطبي کړې وه چې اغېز یې په ولسي جرګه کې له ورایه ښکاري.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د افغانستان ولسي جرګې ډېر کمزوري کاندید وزیر ته هم د باور رایه ورکړه او داسې معلومېږي چې پاتې کاندید وزیران به هم د باور رایې ترلاسه کړي.
لیکوال ادعا کوي چې وکيلانو د رایي په ورکړه کې له خپل صلاحیت کار وانه خېست، بلکې د ولسمشرغني پلوي وکیلانو د ښاغلي غني کاندید وزیرانو ته او د ښاغلي عبدالله پلوي وکیلانو د نوموړي کاندید وزیرانو ته د باور رای ورکړې.
ورځپاڼه دا هم ليکي چې ښايی بې پلوو هم جوړجاړی کړی وي.
د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي اوس چې ځینو وزیرانو له ولسي جرګې د باور رای ترلاسه کړې، وکیلان یې باید کارونه له نږدې وڅاري او خپلو پروګرامونو ته یې متوجه کړي.
()
صبح کابل ورځپاڼې لیکلي پر کابل له راکټي بریدونو شپږ (6)ساعته وروسته ولسي جرګې د امنیتي سکټور مسؤلینو ته د باور رای ورکړه.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ولسي جرګې غړیو باید د افغانستان په ځانګړي توګه د کابل امنیتي وضعیت او د امنیتي سکتور مسؤلینو برنامو ته په کتو سره کاندید وزیرانو رایه ورکړي وائ .
پرون د افغانستان ولسي جرګې په یوه (1) بې ساري اقدام سره لس کاندید وزیرانو ته د باور رایه ورکړه.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام پاې ته ورسید نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .