بهرنیو هیوادونو ته د ایراني ګاډو صادرېدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94368-بهرنیو_هیوادونو_ته_د_ایراني_ګاډو_صادرېدا
د ایران د اسلامي جمهوریت د ګمرکاتو ویاند اعلان وکړ چي په تیر لمریز کال کې یو زر او ۳۰۰ ایراني ګاډې چي ارزښ یې کابو ۶ میلیون ډالرو ته رسیږي بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2020 03:49 Asia/Kabul
  • بهرنیو هیوادونو ته د ایراني ګاډو صادرېدا

د ایران د اسلامي جمهوریت د ګمرکاتو ویاند اعلان وکړ چي په تیر لمریز کال کې یو زر او ۳۰۰ ایراني ګاډې چي ارزښ یې کابو ۶ میلیون ډالرو ته رسیږي بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي.

د ایرنا د راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د ګمرکاتو ویاند سید روح اله لطیفی د ایراني ګاډو د صادرېدو په اړه وویل: تېر کال د ایران جوړ دیارلسوه ګاډې د نړۍ نهو هیوادونو ته منجمله هانکانګ، ټایوان، سوریې، امارات، اسپانیا، چین، عراق او ترکیې ته صادر شوي دي.

لطیفی زیاته کړه: عراق ته څه د پاسه ۳ میلیون ډالرو په ارزښت، اذربایجان ته بیا څه د پاسه د د یو میلیون ډالرو په ارزښت او سوریې ته د یو میلیون ډالرو په ارزښت ایراني ګاډې صادر شوي دي.

د ایران د ګمرکاتو د ویاند په وېنا: هانکانګ ته ۱۱۶ زره ډالرو په ارزښت، اسپانیا ته د ۹۶ زرو ډالرو په ارزښت، ټایوان ته د ۷۹ زرو ډالرو په ارزښت، چین ته ۳۶ زرو ډالرو په ارزښت، ترکیې ته د ۷ زرو ډالرو په ارزښت او امارات ته د ۴ زرو ډالرو په ارزښت ایراني ګادې صادر شوي دي.