بسیج د نړیوال استکبار په وړاندې د مقاومت لومړۍ کرښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94369-بسیج_د_نړیوال_استکبار_په_وړاندې_د_مقاومت_لومړۍ_کرښه_ده
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو عمومي قومندان دې باندې په ټینګار سره چي بسیجي مفکوره جغرافیې پوري محدوده نه ده، وویل: نن سبا د اسلامي انقلاب ځواک امریکا د خپلي استراتیجیکي اډې څخه شړلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2020 03:52 Asia/Kabul
  • بسیج د نړیوال استکبار په وړاندې د مقاومت لومړۍ کرښه ده

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو عمومي قومندان دې باندې په ټینګار سره چي بسیجي مفکوره جغرافیې پوري محدوده نه ده، وویل: نن سبا د اسلامي انقلاب ځواک امریکا د خپلي استراتیجیکي اډې څخه شړلې ده.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو عمومي قومندان برید جنرال حسین سلامي په تهران کې د حضرت محمد ص د سپاه ځواکونو په قومندانۍ کې دې ته په اشارې سره چي د انقلاب او د اسلامي نظام د ستونزو د حل لاره بسیج دی، زیاته کړه: بسیجیان د دښمنانو په وړاندې نه تسلمېدونکي او د مومنانو په وړاندې خدمت کوونکي او متواضع دي.

هغه وویل: نن سبا د بسیج مفکوره په یمن، لبنان، سوریې او عراق کې وده کړې او تر جنوبي امریکا او د افریقا تر ځینو سیمو بوري رسېدلې ده.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو عمومي قومندان ټینګار وکړ چي د استکبار په وړاندې زموږ بریالیتوبونه د بسیجي د مفکورې له وجي تر لاسه شوې دي، دغه مفکوره د سترو ځواکونو په وړاندې تل موږ ته بریالیتوب را په برخه  کړې ده.

هغه زیاته کړه هر ځای کې چي د اسلام دښمنان سر راپورته کړي بسیجي مفکوره د هغوی په وړاندې د مسلمانانو د حیثیت او ناموس څخه دفاع کړې او همدغه مفکوره به د دښمن د ړنګېدو سبب شي.