اروپايي هیوادونه باید ورانکار اقدامات پاې ته ورسوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94621-اروپايي_هیوادونه_باید_ورانکار_اقدامات_پاې_ته_ورسوي
تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا د اټومي تړون په هکله د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر هایکو ماس څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2020 00:51 Asia/Kabul
  • اروپايي هیوادونه باید ورانکار اقدامات پاې ته ورسوي

تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا د اټومي تړون په هکله د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر هایکو ماس څرګندونو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ

د اټومي موافقې اروپايي غړي هیوادونه باید د ایران د اټومي ژمنو  په هکله له څه ویلو مخکې د اټومي تړون له خلاف ورزۍ کولو او په فارس خلیج سیمه کښې له خپلو ورانکارو اقداماتو لاس واخلي .

هغه وویل د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس او درې (۳) اروپايي هیوادونه فرانسه ، بریتانیا او جرمني باید د ایران د اقداماتو په هکله له څه ویلو مخکې د اسرائیلو له ترهګرو اقداماتو په پټو سترګو ملاتړ او د فارس خلیج په عربو هیوادونو باندې د سل (۱۰۰) میلیارډه ډالرو په اندازه د وسلو د خرڅولو په شمول په لویدیځې اسیا سیمې کښې له خپلو ورانکارو کړچارونو او د اټومي تړون له خلاف ورزۍ کولو او له  نفرت رامینځته کونکي کرونايي اپارتائیډ څخه لاس واخلي .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په پاې کښې په فرانسې ، انګلستان او جرمني غږ وکړ چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په دوه زره دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک کښې په خپلو ژمنو عمل وکړي .

د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس پرون د امریکا له سیاستونو سره په غږمله څرګندونو کښې ویلي وو جرمني له ایران سره د یوې(۱) بلې او د پراخې اټومي موافقې د لاسلیک کولو هڅه کوي ځکه چې دې ادعا کوي اوسنی اټومي تړون کافي نه دی .

ایران په ځلونو ویلي دي د بایکاټونو د ختمیدا او د اټومي اتړون له ګټو د ایران د برخوریدا  په بڼه کښې په اټومي تړون کښې خپلو ژمنو ته بیرته ورستنیدا ته چمتو دی .