په ایټمي موافقه کښې به د ایران دریځونه بدل نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94679-په_ایټمي_موافقه_کښې_به_د_ایران_دریځونه_بدل_نه_شي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په ایټمي موافقه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دریځونه به هیڅ کله بدل نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2020 11:45 Asia/Kabul
  • په ایټمي موافقه کښې به د ایران دریځونه بدل نه شي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په ایټمي موافقه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دریځونه به هیڅ کله بدل نه شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په ایټمي موافقه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دریځونه به هیڅ کله بدل نه شي.

سعید خطیب زاده نن خبریالانو ته په آنلاین مرکه کښې د ایټمي موافقې په هکله د جرمني د خارجه وزیر هایکو ماس د وروستیو څرګندونو په هکله وویل: د ایټمي موافقې په سر یو ځل خبرې اترې وشوې او کومه موجوده موافقه چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه کښې ثبت شوې ده، هغه به بدله نه شي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې خبرې سره چې اروپا باید خپل موقعیت او ظرفیتونه وپیژني او د خپلو اړیکو حدود په نظر کښې ولري، زیاته کړه: اروپا په ایټمي موافقې کښې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ.

هغه په دې خبرې باندې په ټينګار سره چې ایران دخپل ملي امنیت په هکله نه مذاکره کوي او نه مصالحه، وویل: ایران په خپلو حقوقو او مسئولیت خبر دی او د مقابل لوري د حقوقو او ذمه واریو یادونه یې هم کړې ده، او دا څه چې یې په زیات نه زیات دباؤ سره ترلاسه نه کړل، په نورو طریقو یې هم لاس ته نه شي راوړلې.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په عین حال کښې زیاته کړه چې د امریکې د نوي منتخب حکومت له خوا داسې خبرې اترې اوریدل کیږي چې د دغه هیواد د اوسني حکومت غلطه طریقه به اصلاح او سمه کړي.