ایران له آذربایجان جمهوریت سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94720-ایران_له_آذربایجان_جمهوریت_سره_د_خپلو_اړیکو_پراختیا_غواړي
د ایران ولسمشر د تهران او باکو اړیکې ښې او ورورولیزې وبللې او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت اراده له آذربایجان جمهوریت سره د اړیکو پراخول دي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 09, 2020 15:42 Asia/Kabul
  • ایران له آذربایجان جمهوریت سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي

د ایران ولسمشر د تهران او باکو اړیکې ښې او ورورولیزې وبللې او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت اراده له آذربایجان جمهوریت سره د اړیکو پراخول دي

د ایران ولسمشر د تهران او باکو اړیکې ښې او ورورولیزې وبللې او ویې ویل: د ایران د اسلامي جمهوریت اراده له آذربایجان جمهوریت سره د اړیکو پراخول دي

ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې د آذربایجان جمهوریت د خارجه وزیر جیحون بایراموف Jeyhun Bayramov سره په کتنه کښې د قره باغ په شخړه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت روښانه او څرګندو دریځونو ته په اشارې سره، په دغې سیمې کښې د جنګ د ختمیدو او د اوربند له ټینګیدو او د آذربایجان جمهوریت د نیواکي سیمو له آزادیدو خوښي وښودله.

د ایران ولسمشر هم داشان د رشت-آستارا د ریل لارې د پروژې په شمول د تهران او باکو تیرو موافقو ته په اشارې سره، د ټولو موافقو په اجرا او عملیاتي کیدو کښې په چټکتیا ټینګار وکړ.

په یاده کتنه کښې د آذربایجان جمهوریت خارجه وزیر هم د خپل هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په قدرونې سره وویل: د دواړو هیوادونو سرحدونه د دوستۍ او پراختیا پولې دي.

بایراموف هم داشان د ایراني پوهاند شهید محسن فخري زاده وژله هم وغندله او ټینګار یې وکړ چې د یو علمي پوه ټرور په هیڅ توګه د منلو وړ نه دی.