د ایران پارلمان د ترکیې د ولسمشر څرګندونې وغندلې
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا استازیو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تفرقه اچونکي څرګندونې وغندلې .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تیرې پنجشنبې ورځ د اذربایجان جمهوریت په پلازمینې باکو کښې د قره باغ جنګ د بریالیتوب په جنګ کښې د « ارس » سیند په هکله یو(۱) شعر ووایه کوم چې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا پرضد کار ګڼل کیږي .
د ایران د اسلامي شورا استازیو نن په ښکاره غونډې کښې د ژبني تذکر په ترڅ کښې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د تفرقه اچونکو د څرګندونو په ترڅ کښې یادونه وکړه اذربایجان جمهوریت او ایران د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کونکي دي او په سرحدي موقعیتونو کښې لاسوهنه بې ځایه اقدام دی .
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د ایران له باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره په ټیلي فوني تماس کښې د دواړو هیوادونو په دوستانه او نږدې اړیکو او د انکارا د ښه ګاونډیتوب په پریکنده سیاست باندې ټینګار سره ډاډ څرګند کړ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي واکمنۍ په کامل ډول احترام کوي او اردوغان د ویل شوي شعر په هکله د حساسیتونو په هکله خبر نه و او هغه یې یوازې د لاچین او د قره باغ سیمې په هکله ګڼلی و او په همدې دلیل یې هغه د باکو په مراسمو کښې ویلی و .
له دې مخکې د ایران خارجه وزارت په تهران کښې د ترکیې سفیر احضار کړ او د ولسمشر رجب طیب اردوغان بیلتون غواړو څرګندونو یې ته د ایران د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض څرګند کړ او په دې هکله یې د انکارې د حکومت د سمدستي ځواب د ورکولو غوښتنه وکړه .