د ایران پارلمان د ترکیې د ولسمشر څرګندونې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94790-د_ایران_پارلمان_د_ترکیې_د_ولسمشر_څرګندونې_وغندلې
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا استازیو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تفرقه اچونکي څرګندونې وغندلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2020 09:55 Asia/Kabul
  • د ایران پارلمان د ترکیې د ولسمشر څرګندونې وغندلې

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا استازیو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تفرقه اچونکي څرګندونې وغندلې .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تیرې پنجشنبې ورځ د اذربایجان جمهوریت په پلازمینې باکو کښې د قره باغ جنګ د بریالیتوب په جنګ کښې د « ارس » سیند په هکله یو(۱) شعر ووایه کوم چې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا پرضد کار ګڼل کیږي .

د ایران د اسلامي شورا استازیو نن په ښکاره غونډې کښې د ژبني تذکر په ترڅ کښې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د تفرقه اچونکو د څرګندونو په ترڅ کښې یادونه وکړه اذربایجان جمهوریت او ایران د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کونکي دي او په سرحدي موقعیتونو کښې لاسوهنه بې ځایه اقدام دی .

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د ایران له باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره په ټیلي فوني تماس کښې د دواړو هیوادونو په دوستانه او نږدې اړیکو  او د انکارا د ښه ګاونډیتوب په پریکنده سیاست باندې ټینګار سره ډاډ څرګند کړ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي واکمنۍ په کامل ډول احترام کوي او اردوغان د ویل شوي شعر په هکله د حساسیتونو په هکله خبر نه و او هغه یې یوازې د لاچین او د قره باغ سیمې په هکله ګڼلی و او په همدې دلیل یې هغه د باکو په مراسمو کښې ویلی و .

له دې مخکې د ایران خارجه وزارت په تهران کښې د ترکیې سفیر احضار کړ او د ولسمشر رجب طیب اردوغان بیلتون غواړو څرګندونو  یې ته د ایران د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض څرګند کړ او په دې هکله یې د انکارې د حکومت د سمدستي ځواب  د ورکولو غوښتنه وکړه .