اروپايي هیوادونه د اټومي تړون په هکله څه نشي ویلی
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل اروپا په داسې موقعیت کښې نه ده چې دایران د اټومي ژمنو په هکله څه ووايي.
هغه له ایرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې د فرانسې د خارجه وزارت د ویاندې اګنس وانډر مول ادعا ته په غبرګون کښې چې ویلي یې وو د اټومي ژمنو د خلاف ورزۍ پایلې جدي دي او ایران باید سمدستي د اټومي موافقې ټولو مادو ته پاې بند ووسي ټینګار وکړ اروپايي هیوادونه له اټومي تړون د امریکا له وتلو وروسته ونه توانیدل د تهران پرضد دبایکاټونو د ختمولو په زمینه کښې خپلې ډیرې ژمنې پوره کړي .
د فرانسې د خارجه وزارت ویاندې اګنس وانډر مول په تیرې پنجشنبې ورځ د ایران لپاره د اټومي تړون د ګټو په له مینځه تلو کښې د بایکاټونو رول ته له اشارې پرته ادعا کړي وه د ایران د اسلامي جمهوریت د یورانیمو د پخولو فعالیتونه د اټومي تړون د کمزورتیا سبب کیږي .
د ایران اسلامي جمهوریت د تیر میلادي کال د مي په اتمه (۸) نیټه له اټومي تړون د امریکا په یواړخیز ډول له وتلو یو(۱)کال وروسته او له دغه تړون څخه د امریکا د وتلو د اقتصادي پایلو د جبرانولو لپاره د اروپا د وړاندیز شویو لارو چارو د ناکارندوالي له ثابتیدا وروسته د اټومي تړون د مادو پراساس په پینځو(۵) ګامونو کښې خپلې اټومي ژمنې کمې کړې .
په عین حال کښې د ایران اسلامي جمهوریت تل ټینګار کړی دی د بایکاټونو د ختمیدا ، د اټومي تړون له ګټو د ایران د برخورکیدا ، دغه نړیوال تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا او د اټومي تړون د نورو لورو لخوا د اټومي ژمنو د اجرا کیدا په بڼه کښې خپلو اټومي ژمنو ته بیرته ورستنیدا ته چمتو دی او د تهران لخوا د اټومي ژمنو د کمولو په لاره کښې اخیستل شوي ګامونه به په چټکۍ سره د بیرته ستنیدا وړ وي .