روحاني:
د ټرامپ برخلیک به هم د صدام په څېر وي
د ایران ولسمشر د دې په ویلو چي لکه څرنګه چي د بعث رژیم سرغنه صدام پر ایران فوځې جګړه تپلې وه اوس ټرامپ پر ایران باندې اقتصادی جګړه تپلې ده، زیاته کړه د ټرامپ برخلیک به هم د صدام په څېر وي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د کابینې په غونډه کې پر ایران باندې د بعث د رژیم له خوا تپل شوي جګړې ته په اشارې سره یادونه وکړه چي د ایران ولس د فوځي جګړې په وړاندې یوموټی شو او د یو بل په ږغملتیا سره صدام ته ماته ورکړه.
روحانی د دې په ویلو سره چي صدام وزړول شو زیاته کړه: د ایران ولس یو ځل بیا په خپل مقاومت سره د هغو کسانو دسیسې شنډي کړي چي د ایران د ولس د غرور د ماتولو په لټه کې وه.
د ایران ولسمشر په نړیوالو ټولنو کې د امریکا ماتي ته په اشارې سره ووویل: هر ځل چي امریکا ملګرو ملتونو ته د ایران پر ضد مراجعه وکړه، حتی اروپایي هیوادونو هم د هغوی مخالفت وکړل.
روحانی دې ته په اشارې سره چي د اذربایجان د لاندې شویو ځمکو ازادېدا د تهران او باکو په اړیکو کې ښه اغیزي درلودلې وویل ایران او اذربایجان د خدا افرین له بند نه د برق د تولید لپاره موافقه کړي.
هغه همدارنګه د خواف – هرات پټلۍ لاري ته په اشارې سره هیله وښودله چي دغه پټلۍ لاره تر مزار شریف پوري وغځیږي او له هغه ځایه ازبکستان او منځنی اسیا سره وصل شي.