د امریکا ولسمشر د ښاریزو ژوند په خطر کښې اچوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا ولسمشر ټرمپ ته په وینا کښې وویل په خارج کښې د امریکا د ښاریزو له خطر سره مخامخ کول به د هیواد دننه له غمیزو ډکو ماتیو د خلکو پام بلې خوا منحرف نکړي .
جواد ظریف نن سهار په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه(۱) پیغام کښې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته په خطاب کښې دغه راز د ټرمپ یوشمیر ټویټر پیغامونه چې پخوانی ولسمشر باراک اوباما یې په ایران باندې د حملې لپاره په هڅې تورن کړی و خپاره کړل .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په دوه زره دولسم(۲۰۱۲) میلادي کال کښې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه(۱) پیغام کښې ریپبلیکن ګوند ته وویل اجازه ورنکړئ چې ولسمشر باراک اوبا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بریالیتوب لپاره د جنګ د پیلولو لپاره د ایران له کارت څخه استفاده وکړي او ریپبلیکن ګوند دې باید ځیر ووسي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال کښې په ټویټر اینټرنیټ باندې یوه(۱) بل پیغام کښې ویلي وو باراک اوباما د دې لپاره چې د ولسمشرۍ انتخابات وګټي له ایران سره به جنګ پیل کړي .