د ایران جوړ د کورونا واکسین وهل نن پیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95089-د_ایران_جوړ_د_کورونا_واکسین_وهل_نن_پیل_شول
زمونږ خبریال وايي د ایران د محققانو جوړ لومړنی کورونا واکسین په داوطلبه کسانو باندې وهلو سره نندرې ته وړاندې شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2020 12:35 Asia/Kabul
  • د ایران جوړ د کورونا واکسین وهل نن پیل شول

زمونږ خبریال وايي د ایران د محققانو جوړ لومړنی کورونا واکسین په داوطلبه کسانو باندې وهلو سره نندرې ته وړاندې شو .

د «کوو ایران برکت »په ځانګړي نوم سره د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د فرمان د اجرايي کمیټۍ د تحقیقاتي ډلې لخوا د تولید شوی لومړني کورونا واکسین د مطالعاتو لومړی پړاو انسان ته په پچکارۍ سره ترسره شو .

د حضرت امام خمیني رح د فرمان د اجرايي کمیټۍ ویاند «حجت نیک ملکي» وویل انسانو ته د ایران جوړ کورونا واکسین د پچکاري کولو د اجازې په ترلاسه کولو سره داوطلبه کسانو ته د دغه واکسین د وهلو لومړنی پړاو پیل شو او په څو داوطلبه کسانو باندې د دغه واکسین په ازمویل کیدا سره د ایران د محققانو د تولید شوی کورونا واکسین پچکاري کیدل پیل شول .

هغه وویل تراوسه د ایران پینځه شپیته زره (۶۵۰۰۰) کسانو په خپله خوښه د ایران د جوړ کورونا واکسین د وهلو لپاره رضایت څرګند کړی دی او په لومړۍ مرحلې کښې شپیږپنځوس (۵۶) کسانو ته د کورونا واکسین وهل کیږي .