د سردار سلیماني د وژلو وجه د امریکې کمزوري او ویره وه
د ایران پخواني سفارتکار د امریکې د ولسمشر له خوا د ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرورولو حکم د هغه د کمزورۍ او ویرې له امله وباله.
د ایران پخواني سفارتکار د امریکې د ولسمشر له خوا د ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرورولو حکم د هغه د کمزورۍ او ویرې له امله وباله.
د ایران د ایټمي مذاکراتي ټیم پخواني غړي او د امریکې د پرینسټن پوهنتون محقق سید حسین موسویان ایسنا خبري آژانس ته په یوه مرکه کښې څرګنده کړه: د ټرمپ امریکې له تکفیري ترهګرۍ سره د مبارزې په مشرۍ کښې د ایران کامیابي نه شوه زغملې ځکه چې له ایټمي موافقې وتل او د زیات نه زیات دباؤ سیاست یې (د ایران د حکومتي ترهګرۍ) په ادعا سره پیل کړ.
موسویان ټینګار وکړ چې د سردار سلیماني وژله به په سیمې او ټولې نړۍ کښې له تکفیري ترهګرۍ سره د مقابلې د بهیر د کمزورتیا سبب شي.
د ایران دغه پخواني سفارتکار په دې خبرې سره چې په ننۍ نړۍ کښې نړیوالوې اړیکې د زور او تبعیض په بنیاد دي، زیاته کړه: د مثال په توګه که ایران د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا یا د ملګرو ملتو د امنیت شورا یو پریکړه لیک اجرا نه کړي نو ټول نړیوال قدرتونه ورته یو کیږي او د ایران خلاف سخت بندیزونه لګوي خو که اسرائیل په ایټمي موضوع کښې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس تقریباً ټول پریکړه لیکونه او هم داشان د فلسطین په هکله د امنیت شورا ټول پریکړه لیکونه تر پښو لاندې کړي، بیا هم د دغه رژيم خلاف هیڅ اقدام نه کیږي.